سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهد ملا هبت الله په نوم خپور شوی تازه پیغام؛د نرمښت څرکونه...

د ملا هبت الله په نوم خپور شوی تازه پیغام؛د نرمښت څرکونه پکې ليدل کيږي

تاند( چارشنبه ، د سرطان پینځلسمه ) ‏‏‏د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد د دوی د ادعا شوي لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده په نوم د اختر مبارکۍ يو پيغام پيغام خپور کړی،چې په ډېرو برخو کې د نرمښت څرکونه پکې لیدل کیږي.

‏د دغه پیغام په یوه برخه کې راغلي دي:« څوک چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي، غوره ده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلئ او د اسلامي شرعي نظام د حاکمیت تر چتر لاندې هوسا ژوند ته را وګرځئ.»

‏ملا هبت الله ته په منسوب شوي دغه پیغام کې زياته شوې:«هغوی چې له اسلامي نظام سره د مخالفت هڅې کوي او په هېواد دننه او بهر دسیسې جوړوي، له تیرو ترخو تجربو څخه دې زده کړه وکړي، په خبره یې، نور جنګ جګړې د هېچا په ګټه نه دي.»

په دغه پیغام کې له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د اړیکو کمېسیون ته لارښوونه شوې چې له هېواد ته ستنیدونکو افغانانو سره ټولې شوې ژمنې پوره کړي او د هغوی سر، مال او عزت ته څوک زیان ونه رسوي.

‏د طالبانو د ادعا شوي لوی مشر په نوم خپاره شوي دغه پیغام کې ټينګار شوی،چې د طالبانو اداره له هیچا سره دښمني نه غواړي، غېږه يې د هېوادوالو پر مخ خلاصه ده او دوستي او دښمني د اسلامي اصولو پر بنا ده.

 پيغام زياتوي چې، د هېواد په بیا رغونه کې ونډه اخیستل، د ټولو افغانانو هېوادنی مکلفیت او دیني وجیبه ده.

‏سرچینه زياتوي،چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکې، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړي.

‏ طالبانو په دې پيغام کې له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.

دوی ګاونډیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې افغانستان به هیچا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي.

د خبریالانو او بیان ازادۍ په اړه ويل شوي، چې طالبان د اسلامي اصولو او شریعت په رڼا کې د هېواد د ملي منافعو په چوکاټ کې دبیان آزادۍ ته متعهد دی او ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.

‏د ښځو د حقونو په اړه راغلي،چې د شریعت په چوکاټ کې به د ښځو د حقوقو په تامین کې کوښښ کېږي.

تېره اونۍ یوه کس،چې مخ یې پوښلی و او خلکو ته ېې شا وه،د ملا هبت الله اخندزاده په نوم لوېې جرګې په خېمه کې د طالبانو ملاتړو ملایانو ته د طالبانو د لوی مشر په نوم تونده وینا وکړه

له دغې وينا څخه وروسته،د نوموړي په اړه توند غبرګونونه وښودل شول

1 COMMENT

  1. تاسی ټولو ته معلومه ده چی کله د طالبانو غونډه وه نو د تاسی او ټولنیزو شبکو خبری سرویس پر بنا چی نومړی مشر چی مخ یی پټ و او د غونډی حاضرینو ته وینا کوله دا جوتیږی چی یا هغه کس چی وینا کوله افغان نه وو یا دا چی دا اوسنی اعلامیه چی خپره کړی د کابل ارګ د چارواکو له لوری نشر شوی ځکه تیرو خبرو یی زیاد غبرګونونه درلودل نو داسی انګیرل کیږی چی اصلآ ملا هیبت الله وجود نلری ځکه لا پخوا هم خلکو شک ښوده چی یاد شخص پاکستان له لومړی ورځی چی مشر شو وژلی دی نو کله دا ډول دوه متضاد خبری په رسانیو نشر کیږی د خلکو شک په حقیقت بدلیږی یعنی یا تیری غونډی مشر ملاهیبت الله نه وو یا اصل کی ملاهیبت الله وجود نلری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب