یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمجاهد نننۍ غونډې ته د ښځو د نه بللو ملامتي پر ملایانو...

مجاهد نننۍ غونډې ته د ښځو د نه بللو ملامتي پر ملایانو واچوله

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د طالبانو د واکمنۍ وياند ذبيح الله مجاهد په کابل کې د ملایانو لوېې غونډې ته د ښځو د نه بللو ملامتي خپله پر ملایانو اچولې ده.

نوموړي په یوه خبري غونډه کې ويلي:« د کابل نننۍ غونډه د عالمانو په غوښتنه جوړه شوې او د اسلامي امارت مسوولينو د ښځو د بلنې لپاره په غونډه کې هېڅ رول نه لاره.»

طالب وياند په دې غونډه کې د طالب چارواکو د نه رول خبره په داسې حال کې کوي، چې د غونډې د جوړېدو د کميسيون مشري د طالبانو د رييس الوزرا په ليکلي حکم، د نوموړي اقتصادي مرستيال ملا برادر اخوند کوله.

خپله ملا حسن اخند هم نن دغې غونډې ته راغلی و او له ملایانو څخه ېې د طالبانو د ادعا شوي امیرالمؤمنین سره د بيعت او د مخالفانو خلاف د جګړې د فتوا غوښتنه وکړه.

په دې غونډه کې، چې طالبانو د ملي اونړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو د هڅو لپاره جوړه کړې، پکې د ښځو نه ګډون په ملي او نړیواله کچه توند غبرګونونه پارولي.

طالب وياند دا ملامتي په داسې حال کې پر ملایانو اچولې ، چې د طالبانو په امر د افغانستان سلګونه زره نجونې او ښځې له ښوونځيو او کار کولو څخه منع شوي دي.

2 COMMENTS

  1. وقلنا يا ادم اسكن انت (١) و زوجك (٢) الجنة وكلا منها رغدا ،،،
    الله تعالى د انسان يعنى د ادم و حواء عليهما السلام له پيدايست سره سم يى د دوارو جلا جلا په پوره وضاحت سره د دوى حق په جنت كى تضمين كرى. همداسى د گد زوند او له تولو مخکی يى د زده كرى او سوونى حق وركرى او ثابت كرى، نو دوى ولى سحى نه شي زغملى؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب