یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکرزی امریکا ته ؛ بانکي زېرمې مو امانت وساته

کرزی امریکا ته ؛ بانکي زېرمې مو امانت وساته

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د دفتر رييس ېې عبدالکبیر خرم له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي، چې د افغانستان کنګل کړې بانکي زېرمې ورسره د امانت په توګه خوندي وساتي.

نوموړي په يو لړ ټویټونو کې ویلي ، چې يادې زېرمې د افغانستان د خلکو ملي شتمنۍ دي او نه باید مصرف کړل شي.

دا په داسې حال کې ده ، چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې طالبانو ته د بشري مرستو د سمبالښت په نوم د یادو بانکي زېرمو د استفادې د احتمالي اجازې خبر ورکړی ‌

د حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم له امریکا متحده ایالاتو څخه پوښتنه کړې ، چې څنګه هغه چا سره ( منظور يې طالبان دي) د افغانستان د بانکي زېرمو په اړه مذاکرات کوي ؟

طالبانو تایید کړې ، چې قطر ته یې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ورغلی پلاوی به له امریکایي پلاوي سره د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې په اړه وغږیږي.

دوی نه ده روښانه کړې ، چې یادې پيسې به مصرف شي کنه ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب