Homeخبرونهد ملایانو غونډې ته غبرګون؛ دوستم: د اکوړه خټک د څو ملایانو...

د ملایانو غونډې ته غبرګون؛ دوستم: د اکوړه خټک د څو ملایانو فتوا افغانانو ته کوم ارزښت نه لري

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ ‏د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم په کابل کې د طالبانو له لوري د ملایانو پیل شوې لوېې غونډې ته غبرګون ښودلی.

نوموړي ويلي: « په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د علماوو سراسري شورا په ځلونو – ځلونو له طالبانو وغوښتل ، چې له وژنو او وینه تويولو لاس واخلي ، خو طالبانو هیڅکله د علماوو سپارښتنې ونه منلې.»

دوستم زیاتوي ، چې اوس دې طالبان دا تمه نه کوي، چې په « فرمايشي غونډه » کې به ېې د اکوړه خټک د څو ملایانو خبرې ته افغانان ارزښت ورکړي.

د جنبش ګوند مشر دا هم وايي ، چې طالبان او د هغوی د وژنو او انتحار مفکوره په ځلونو – ځلونو د دیني عالمانو له لورې رد شوي دي.

‏دوستم باور لري ، چې طالب یوه قاچاقبره ډله او د سیمه ییزو استخباراتو نیابتي لښکر دی ، چې دیني عالمانو سره ېې هېڅ تړاو نشته.

طالبانو د دوستم او خپلو نورو منتقدینو نیوکو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی ، خو له ملایانو سره د جوړې کړې لوېې غونډې دفاع ېې کړې او دا یې له دوی څخه د ټولو افغانانو ملاتړ ګڼلی دی.

د یادونې وړ ده ، چې ياده غونډه نن پيل شوه او درې ورځې به دوام وکړي.

د‌ غونډې عکسونه او ویډیوګانې تر اوسه طالبانو نه دي خپاره کړي او معلومه نه ده ، چې کومو کابل مېشتو افغان سیاستوالو ګډون پکې کړی.

طالبانو د يادې غونډې د جریان غږیږه بڼه په ژوندۍ توګه له ځينو رسنيو خپره کړې ، خو ټلویزیوني نشراتو ته ېې اجازه نه ده ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...