یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط- انو له امریکایي پلاوي سره د ملا متقي د مذاکراتو جزییات...

ط- انو له امریکایي پلاوي سره د ملا متقي د مذاکراتو جزییات خپاره کړل

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ ‏‏د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي ټام ويسټ او مل پلاوي سره ېې د طالبانو د بهرنيو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د دوی لوړ رتبه هیئت د مذاکراتو جزییات خپاره کړل.

طالب وياند وايي، چې متقي او ورسره پلاوي د امریکا د ځانګړي استازي ټام ویسټ او پلاوي سره چې په ترکیب کې یې د سپنې ماڼۍ، خزانې وزارت، USAID او یو شمیر نورو ادارو لوړ پوړي استازي وو د قطر په مرکز دوحه کې دوه ورځنۍ ناسته تر سره کړه.

سرچينه زياتوي، چې ‏په دغه ناسته کې چې د افغانستان بانګ او ماليې وزارت لپاره د طالبانو لوړ رتبه مسؤلین شامل وو او په ترڅ کې ېې له امریکايي لوري سره پر ګڼو مهمو سیاسي، اقتصادي او بشري موضوعاتو خبرې وشوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امریکايي پلاوي ته په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره د مثبتو تحولاتو په تړاو

‏معلومات وړاندي کړل او د افغانستان وضعیت یې د امنیتي پلوه فوق العاده ښه او مثالي وباله.

 متقي د امریکا له وروستۍ ۵۵ میلونه بشري مرستې چې له زلزله ځپلو سره یې اعلان کړې مننه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړل شي او‏پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لیرې کړل شي.

دغه طالب وزیر وویل؛ د دوی له حکومت سره دې د فشار پر ځای د همکارۍ او مثبت تعامل لار غوره شي تر څو وکولای شو پرمختګونه ولرو.

 مقتي د دوحې تړون ته په اشارې سره وویل چې نوی حکومت پر کړو ژمنو ولاړ دی او ‏هیڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیو او د نړۍ د هیوادونو په ضرر استعمال کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د افغانستان سرحدات د دوی په کنټرول کې او خوندي وبلل.

د طالبانو د اعلاميې له مخې ،د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې غواړي د تعامل لار خپله کړي او په افغانستان کې د ثبات ‏غوښتونکي دي.

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، ویسټ په افغانستان کې د بشري مرستو د رسونې او شفافې توزیع ستاینه وکړه او یو مثبت پرمختګ یې وباله.

د طالبانو په خبره ، امریکايي استازې همدا رنګه وویل چي په افغانستان کې د مسلح مخالفت ملاتړ نه کوي او مخالفت یې د افغانستان په زیان وباله.

‏دغه زار په ناسته کې د امریکا د خزانې وزارت استازې د افغانستان د کنګل شوې شتمني په تړاو د خپل حکومت د عدليې وزارت او قانون پوهانو سره د کړو خبرو اترو یادونه وکړه.

د طالبانو په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د ترسره شویو دوه ورځنیو ناستو په ترڅ کې د مخدره موادو د مخنیوي، بدیل معشیت، او معتادینو د درملنې په تړاو هم مثبتې او مفصلې خبرې وشوې.

طالبان زیاتوي ، چې د وروستۍ ناستې په پای کې ښکېلو اړخونو له مجلس څخه خوښي وښوده او په راتلونکي کی یې د دغه ډول ناستو په تداوم هوکړه وکړه.

امریکايي استازي تر اوسه د دغو مذاکراتو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب