Home+جرمني ۱۲ زره نور افغانان مني

جرمني ۱۲ زره نور افغانان مني

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۹ مه) د جرمني حکومت وايي، لا هم ۱۲ زره افغانان جرمني ته د لېږدېدو انتظار باسي.

دا د هغو افغانانو، چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جرمني پناه ورکړې، په درو کې نژدې یوه برخه ده.

د اي پي ډي خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني حکومت د افغانانو د لېږدولو په باب د کیڼ اړخي ګوند د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د روان جون تر ۱۰ پورې ۱۱ زره ۸۶۴ تنه افغانان لا هم په افغانستان یا ګاونډیو هیوادونو کې منتظر دي چې جرمني ته ولېږدول شي.

د جرمني حکومت وايي چې د تېر کال له اګست څخه تراوسه پورې یې خپل هیواد ته د ۳۳ زره ۲۶۳ افغانانو له لېږدولو سره موافقه کړې ده. په دې ډله کې هغه کسان شامل دي چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ و او یا یې د کورنۍ نژدې غړي په جرمني کې مېشت وو. خو اکثریت هغه افغانان دي چې د کورنیو غړیو یې په پخواني حکومت یا د جرمني په موسسو کې کار کړی دی.

د راپور له مخې، تراوسه پورې جرمني ته ۲۱ زره ۳۹۹ افغانان لېږدول شوي دي.

د هغوی په منځ کې ۳۶۰۰ هغه افغانان دي چې د جرمني له پوځ یا د جرمني له موسسو سره یې کار کړی. د دې ډول افغانانو شمېر د هغو د کورنیو له غړیو سره ۱۶ زره ۸۰۰ تنو ته رسېږي.

۱۳۰۰ نور مدني فعالان، د رسنیو کارکوونکي، کلتوري او اکاډیمیک شخصیتونه دي چې باور کېده ژوند یې په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ دی.

د جرمني حکومت وايي چې د دغو کسانو د کورنیو ټول غړي یې هم خپل هیواد ته بیولي دي.

په همدې حال کې کین اړخي ګوند انتقاد کړی چې د افغانانو د ایستلو پروسه تر پخوا پڅه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...