جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد ملایانو پر غونډې برید ؛ ضد و نقیض معلومات یې خپاره...

د ملایانو پر غونډې برید ؛ ضد و نقیض معلومات یې خپاره شوي

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ په کابل کې د ملایانو لوېې غونډې ته نيږدې د وسله والو کسانو د برید ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي.

دا پېښه نن غرمه مهال رامنځته شوې ، خو رسنۍ له دې کبله چې د ملایانو د غونډې د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړل شوې ، د دقیقو معلوماتو په تر لاسه کولو نه دي توانیدلي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي: « کومه ستونزه نشته، په خبره یې، د اسلامي امارت ځواکونو پر یو مشکوک ځای ډزې کړي، څوک دې اندېښنه نه کوي.»

په ټولنيزو رسنيو کې ځینې خپرې شوې ویډیو ګانې د ډزو صحنه ښیي ، خو په اړه يې نور جزییات نشته.

د طالبانو یوې مشهورې وېبپاڼې نن ټکي اسيا بیا لیکلي:« دوه تنه باغیان په ډیره لرې فاصله کې یو تعمير ته پورته شوي وو او شاوخوا ته یې فایرونه کول چې د الله تعالی په نصرت د مجاهدینو لخوا له منځه یووړل شول.»

د افغانستان د ازاده ګانو جبهې د ملايانو پر غونډې د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده ، چې ياده غونډه نن پيل شوه او درې ورځې به دوام وکړي.

د‌ غونډې عکسونه او ویډیوګانې تر اوسه طالبانو نه دي خپاره کړي او معلومه نه ده ، چې کومو کابل مېشتو افغان سیاستوالو ګډون پکې کړی.

طالبانو د يادې غونډې د جریان غږیږه بڼه په ژوندۍ توګه له ځينو رسنيو خپره کړې ، خو ټلویزیوني نشراتو ته ېې اجازه نه ده ورکړې.

د نورو جزيياتو لپاره تاند وڅارئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب