Homeخبرونهمفتي محسود: د مذاکراتو له ناکامیدو سره، د پاکستاني ځواکونو خلاف بریدونو...

مفتي محسود: د مذاکراتو له ناکامیدو سره، د پاکستاني ځواکونو خلاف بریدونو ته دوام ورکوو

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مفتي نور ولي محسود خبرداری ورکړی ، چې که د پاکستان حکومت سره ېې د سولې خبرې پایله ورنه کړي ، د پاکستان د ځواکونو خلاف به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

نوموړي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي ، چې د پاکستان حکومت سره ېې د سولې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي ، چې په وروستيو کې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د واکمنو طالبانو په منځګړيتوب په کابل کې د سولې خبرو د مهلت په دود څو مياشتینی اوربند اعلان کړ.

د پاکستان تر واک لاندې د پښتونخوا مشهور ملتپال سياستوال افراسياب خټک بيا وايي، چې د پاکستاني طالبانو تحريک هم د افغانستان د طالبانو د تحریک په شان د پاکستان يوه استخباراتي پروژه ده، چې دواړه د يو بل په همغږۍ د پاکستان د ګټو لپاره کار کوي او کنټرول یې د پاکستان په لاس کې دی.

د افراسياب خټک په وينا، د عوامي نيشنل ګوند د پښتونخوا د مشرۍ په وخت کې ېې د پاکستان د طالبانو تحريک په پښتونخوا کې د دوی د ګوند شاوخوا زر تنه فعاله څېرې د پاکستان په امر وژلي دي.

1 COMMENT

  1. ttp is handmade of ISI.
    ISI KILLING PASHTOONS AND TTP ALSO KILLING PUSHTOONS.
    WHY TTP CAN NOT DO JIHAAD IN PUNJAAB OR SENDH.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...