Homeخبرونهفرانسوي رسنۍ: ط- انو د ۳۸ میلیونه افغانانو د اخلاقو او عقیدې...

فرانسوي رسنۍ: ط- انو د ۳۸ میلیونه افغانانو د اخلاقو او عقیدې خلاف جنګ پیل کړی

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د فرانسې لومونډ رسنۍ په يوه تازه راپور کې د طالبانو د لس مياشتینۍ واکمنۍ ارزونه کړې او ویلي ، چې دغه ډله د یوې حکومتي ډلې پر ځای د مذهبي پولیسو د ډلې په شان رول لوبوي او د امر بالمعروف په نوم وزارت یې له ټولو وزارتونو او ادارو څخه ډېر با صلاحيته دی.

يادې ورځپاڼې لیکلي ، چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنيدو او د جمهوري نظام خلاف د ۲۰ کلنې جګړې له پای ته رسولو سره ، د افغانستان د ۳۸ میلیوني نفوس خلاف اخلاقي او دیني جګړه پیل کړه.

دغه ورځپاڼه د خلکو خصوصي ژوند او په خاص ډول د ښځو په مسايلو کې د دوی د ډېر مزاحمت کوونکي وزارت ( امر بالمعروف) يادونه کړې ، چې تقريبا ټول افغانان ورڅخه تنګ دي او شکايت ترې کوي.

د لومونډ ورځپاڼې په باور ، طالبان په افغانستان کې د حکومتولۍ د رول لوبولو او د دې پر ځای چې د مالياتي سياست ، کرنې ، ټرانسپورټ ، زيربنا او انرژۍ په اړه فکر وکړي ، ټول تمرکز یې پر دې دی چې څنګه لکه مذهبي پولیس د اسلامي شريعت هغه بڼه عملي کړي ، چې دوی باور ورباندې لري.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وياند دغې ورځپاڼې ته د خپل اړوند وزارت د تر ټولو برلاسي نقش په اړه منلې ، چې ان د طالبانو د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو څخه ډېر صلاحیتونه لري او د هغوی د سرتېرو تر څڼو ېې لاس رسیږي.

په ورته وخت کې نوموړی دا د هغې شل کلنې جګړې یو اصلي هدف بولي ، چې طالبانو تېر ۲۰ کاله د « جهاد » په نوم د افغانستان د پرزول شوي نظام خلاف تر سره کړ.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت يو کارکوونکی دغې فرانسوي رسنۍ پوښتلی ، چې د وزارت اصلي هدف يې څه دی ؟

د وزارت کارکوونکي ملا عبدالوحيد ورته ويلي ، چې د دغه وزارت هدف په عمومي فضا کې د نارينه او ښځو سره بېلول دي.

لومونډ ورځپاڼې د طالبانو د يوه مهم مشر او د دوی د قاضي القضات شېخ عبدالحکیم حقاني تازه چاپ شوی کتاب ، چې د طالبانو د حکومتولۍ يو اساسي او نماينده کتاب ګڼل کېږي ، بحث کړی دی.

له طالبانو څخه د ورځپاڼې د تحليګر عمومي شناخت دا دی ، چې ياده ډله د دې دنيا په اړه د فکر او تدابيرو پر ځای خدای ته د خلکو په بللو او له مرګ څخه وروسته د بل ژوند لپاره چې مسلمانان او ځينې نور ادیان باور ورباندې لري ، د خلکو چمتو کول دي.

طالبانو په دې اړه کوم مشخص غبرګون نه دی ښودلی ، خو په عمومي ډول ډېرې رسنۍ د دوی په خلاف په تبليغاتو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...