Homeخبرونهمولوي حقاني: نوی نسل په اسلامي عقیده روزو

مولوي حقاني: نوی نسل په اسلامي عقیده روزو

تاند( پنجشنبه ، د سرطان نهمه )‌‏‏ د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د‌ تحصيلي نصاب په اړه یوه سیمینار ته د دیني عالمانو د مسوولیتونو په اړه وینا کړې ده.

نوموړي ويلي، د ټولنې د دیني اړتیاوو لرې کول د عالمانو له جدي مسوولیتونو څخه دي، چې باید د هېواد نوي نسل ته د علم په لېږدولو کې له بل هر وخت څخه زیاتې هڅې وکړي.

مولوي حقاني زیاته کړه:« د هېواد نوی نسل دې ته اړتیا لري چې د معاصرو علومو ترڅنګ په دیني او اسلامي تفکر او عقیدې سره وروزل شي.»

نوموړي د دیني تخصصاتو استادانو ته وویل، چې د مرکز او کندهار د څانګو ترمنځ په یووالي او زیاتې همغږۍ سره کوښښ وکړي، چې په ډيره لږه موده کې د هېواد د ځوان نسل د روزنې په برخه کې ستر بریالیتوبونه او لاس ته راوړنې ولري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې سیمینار کې د جامعه عبدالله بن مسعود رئیس شیخ عبدالمالک نیازي او نورو ويناوالو د اسلامي اقتصاد د دعوت د لارو چارو افتا، د حدیثونو د ارزښت او د اسلامي ثقافت په اړه خبرې کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ، چې ویل کیږي پوهنتون ېې نه دی لوستی او د پاکستان استخباراتو ته د اکوړه خټک له منسوبې حقانیه مدرسې څخه فارغ دی ، مخکې هم د لوړو زده کړو په اړه بحث جوړونکې خبرې کړې وې.

هغه يو ځل ویلي وو ، چې د جمهوري نظام پر مهال له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه فارغ شوي کسان د افغانستان په درد نه خوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...