یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېملایانو که امریکایانو سره غونډه ؛ د ط-انو نوې پريکړې چا سره...

ملایانو که امریکایانو سره غونډه ؛ د ط-انو نوې پريکړې چا سره کیږي ؟

نقیب الله احمدزی

په پام کې وه ، چې کابل کې د چارشنبې په ورځ د طالبانو او د دوی د ملګرو ملایانو یوه لویه غونډه پیل او ګډونوال یې طالبانو ته یا ځینې مشورې ورکړي او یا یې د وار د مخه فیصلو د اعلان ټریبیون او تاییدونکي شي.

له دې پلان سره ، هم مهاله څو نور کارونه وشول:

– د چارشنبې غونډه پنجشنبې ته وځنډیده.

– د طالبانو د وزير خارجه ملا متقي په مشرۍ یو پلاوی یې قطر ته لاړ ، چې امریکايي استازو سره وویني.

– د طالبانو د ادعا شوي امیرالمؤمنین په ګډون د دوی ډېرو مقاماتو له امریکا بیا – بيا وغوښتل ، چې د دوحې د سولې موافقتنامې په اساس ورسره چلند او ملاتړ ېې وکړي.

– واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د کنګل کړې بانکي زېرمې د خلاصولو لپاره د ځینو طرحو په اړه د کار پیل خبر ورکړ.

– د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تاجیکستان د سفر پر وخت طالبانو سره د اړیکو د هڅو خبر ورکړ.

– هېواد ته د جمهوري نظام په منځ کې د طالبانو په خواخوږۍ د تورنو سياسي څېرو ستنیدل زیات شوي.

– په وروستيو کې د حقاني شبکې د مشر سراج الدين حقاني تر حده طالب چارواکو امریکا سره د خپلې دښمنۍ د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

– امریکايي او نورو لویدیزو چارواکو په ښکاره د طالبانو پر وړاندې د پوځي تحرکاتو د نه ملاتړ اعلانونه وکړل.

او…

دا هر څه څرګندوي ، چې د طالبانو او امریکا د پردې شاته تعاملات او ملګرتیا فعاله ده او کومه جدي ستونزه نه لري.

په کابل کې د ملایانو او دوحه کې د امریکایانو سره د طالبانو هم مهاله غونډې څرګندوي ، چې امریکايي پلاوی به له طالب پلاوي سره یو ځای د کابل غونډه څاري او د پټو خپلمنځیو اجنډاوو د عملي کیدو ګراف ته په کتو سره به د نورو اقداماتو او توافقاتو لپاره ګامونه اخلي او نور تعاملات به مخې ته وړي.

د طالبانو د ملایانو جرګه يو نمایش او د وار د مخه سناریو د عملي کیدو یوه برخه ده.

پریکړې او اقدامات په کلیاتو کې ټول د دوحې د هماغه سناریو له مخې کیږي ، کومه چې به اساس یې امریکایانو افغانستان طالبانو ته وسپاره.

د‌ لوبې نور پړاوونه هم ټول هماغسې پلان شوي ، طالب د یوه ارزانه او اسانه نیابتي لښکر په حیث د لویو او وړو قدرتونو ترمنځ لاس په لاس کیږي او د شاعر د شعر په مصداق:

« سپین لباس د پرښتو ابلیس اغوستی

جاهلان وایي وارث د پیغمبر دی

نو خدای دې مل شي د وطن او د ملګرو!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب