Homeخبرونهکريم خليلي ط-انو سره د تعامل اوازې رد او یو ځل بیا...

کريم خليلي ط-انو سره د تعامل اوازې رد او یو ځل بیا پر بین الافغاني خبرو او ټاکنو ټينګار وکړ

تاند(چار شنبه، د سرطان اتمه )‌‏‏ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ مرستيال او د حزب وحدت په نوم د هزاره ګانو د یوه ګوند مشر محمد کريم خليلي له طالبانو سره د تعامل اوازې رد کړې.

نوموړي په يوه اعلاميه کې، چې د سرپل په بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او د هغوی د ياغي شوي هزاره قومندان مولوي مهدي د وروستیو نښتو په اړه خپور شوی له طالبانو غوښتي، چې د مخالفینو د ځپلو لپاره یې ملکي او بې طرفه خلک په مختلفو پلمو په تکليف او ونه وځپي.

خليلي خبرداری ورکړی، چې د خلکو په دښمنۍ او ځورولو اخته ادارې دوام نه شي کولای.

هغه زیاتوي چې د بلخاب موضوع د طالبانو خپلمنځي ستونزه ده چې د یوه ناراضه قومندان له لوري یې د حق غوښتنې د داعېې لپاره پيل شوې ده.

دی پر طالبانو د ضمني تورونو له پورې کولو سره وايي، چې د جګړې او وېرې خورولو سياست ناکام دی.

د کریم خلیلي په خبره، دغه جګړه پرته له دې چې هېواد ويجاړوونکې قومي او فرقه يي جګړې ته يوسي ، بله پایله نه لري.

پخوانی مرستیال ولسمشر د یوه اسلامي او ولسواک نظام د رامنځته کيدو یوازینۍ لاره دا ګڼي، چې پر عدالت ولاړ، د خلکو اړتياوو ته ځواب ويونکی او د ټولو خلکو له ګډون او مشارکت څخه برخمن نظام رامنځته شي.

د حزب وحدت ګوند مشر له طالبانو سره د تعامل اوازو ته ېې په غبرګون کې ویلي ، چې ځینو مغرضو او تنګ نظرو کسانو د عامه ذهنیت د مغشوشولو لپاره جعل او دروغو ته مخه کړې او هڅه کوي د ټولنیزو رسنیو له لارې فضا مسمومه کړي.

نوموړي د طالبانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل ، چې د خپلمنځیو جرګو د جوړولو پر ځای په نورو هڅو د ملي او نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شي.

کريم خليلي دغه راز طالبانو ته وايي چې معناداره بین الافغاني مذاکراتو مخ واړوي او ټولو سياسي لوریو سره په تفاهم د یوه مشارکتي میکانیزم او د خلکو د رایو پر بنسټ د نظام په جوړولو ، په هېواد کې د سولې او ثبات لاره برابره کړي.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په سرپل کې ورڅخه جلا شوی هزاره قومندان مولوي مهدي « فتنه ګر او ياغي » ګڼلی او ويلي ، چې د څو ورځینیو عملياتو په ترڅ کې ځپلی يی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...