سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهکابل: د ملايانو غونډه سبا ته وځنډیده

کابل: د ملايانو غونډه سبا ته وځنډیده

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ راپورونه وايي ، چې د افغانستان د لوېې جرګې په خېمه کې د طالبانو له لوري د ملايانو پلان شوې لویه غونډه سبا ته وځنډیده.

په دې غونډه کې طالبان له خپلو ملاتړو ملایانو څخه د افغانستان د ځینو مسايلو په اړه مشوره اخلي.

ويل کيږي ، چې د طالبانو ادعا شوی لوی مشر ملا هیبت الله اخوند زاده ( چې د مرګ و ژوند په اړه ېې ډېرې ضد و نقیضې ادعاوې کیږي) په دې غونډه کې برخه اخلي.

طالبانو د دغې غونډې اجنډا نه ده روښانه کړې ، خو منتقدین ېې وايي چې په غونډه کې به د طالبانو ملایان د دوی له « امیرالمؤمنین » سره د نورو افغانانو په « استازیتوب » «بیعت » وکړي.

د طالبانو مخالفې جنګي ډلې « د ملي مقاومت جبهې » یاده غونډه غندلې او طالبان یې د خپلو ملايانو په نمایشي غونډه ځانته د مشروعيت موندلو په هڅو تورن کړي دي.

ګومان کېږي ، چې تر درې زرو پورې ملایان به یاده غونډه کې برخه واخلي.

د افغانستان د مختلفو نورو قشرونو خلکو په دغه غونډه نیوکې کړي ، چې انحصاري ده او طالبان ورسره عملآ څرګندوي ، چې د نورو قشرونو د انحلال په تکل کې دي.

2 COMMENTS

  1. د ملایانو غونډه یا جرګه دی غونډی ته ډیر مناسب نوم، ښائی د اکوړه خټک له مدرسو نه فارغ شوی ملایانو ، مولویانو او قاریانو نه علاوه د خارج نه بیرته راغلي مفسدین هم د ملایانو غونډی کی برخه واخلي ، اوس راڅرګنده شوه چی ولی طالب چارواکی هڅه کول چی د پخواني نظام یوشمیرمفسد چارواکی هرڅوره ژرچې کيږي هیواد ته بیرته راشي او د هغوي د هرکلی لپاره د الوتکی زینی ته ورپسې ختل ۰
    پدی لسو میاشتو کی د طالبی اداری کارونه بیغیر لدی هم ټول د همدی دولتی ملایانو مخ ته بیول اوسني ټول سرپرست وزیران د خارجه چارو وزیر نه نیولی تر نور سرپرست وزیرانو پورې همدا رنګه رئیس الوزرا او مجازی مشر ټول ملا ، مولوی ، خلیفه او یا قاریان دي نو د ملایانو جرګی ته څه ضرورت و، په هرحال ولیدل شي چې آیا دا د ملایانو غونډه چی زموږ د ټولنی د واقعي استازو په غیاب کې جوړیږي هسی چې طالب چارواکي ورنه طمه لري پدی به بریالی شي چې د طالبانو اداری ته مشروعیت ورپه برخه کړي ؟
    راتلونکې ورځې او اونۍ به پخپله دی سوال ته ځواب ووائي .

  2. د ملایانو شورا ته به دوی خواره کیان نور څه ووایی؟
    دا خو ټولو ته معلومه ده چې ملا د واک او قدرت تږی دی . هغه تل په مفته ډوډۍ ژوند کړی او اوس چې د افغانستان د مظلوم ملت د ځان ، غوښو او ملي خزانو واکدار دی ، هېڅکله به ملت له ځان سره په دې غوړه شوروا کې شریک نه کړي.
    البته د مقایومت جبهه ملی نه ده ، دا ډله ټپله په څو محدودو خلکو پورې اړه لرې ، نه ئې هدف ملي دي او نه ئې مبارزه او بیرغ .
    دافغانستان غریب او مظلوم ملته الله ج مو مل شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب