یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد دوو افغان ماشومانو مرګ ژوبلې ته غبرګون ؛ ط-انو يو ايرانی...

د دوو افغان ماشومانو مرګ ژوبلې ته غبرګون ؛ ط-انو يو ايرانی سرتېری وواژه

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ د افغانستان – ایران له ګډې پولې راپورونه وايي، چې د ایراني ځواکونو له لوري د دوو افغان ماشومانو له مرګ ژوبلې وروسته ، طالبانو پرون د لږ ساعت لپاره د ايران پر خاورې يرغل وړی او يو سرتېری يې ورته وژلی دی.

د طالبانو په لاس د وژل شوي ایراني سرتیري نوم محمد صياد ښودل شوی او ایراني رسنیو یې عکسونه هم خپاره کړي دي.

ځينو ایراني رسنیو طالبانو ته د « اشرارو » ټکی کارولی او ویلي ، چې د ایران پر خاورې یې د تېرې نيت درلود.

د طالبانو او ايران چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ايران او طالبانو ترمنځ مخکې هم ورته څو نښتې رامنځته شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب