تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه ) د طالبانو چارواکو د کندهار د نارنج تاریخي ماڼۍ په حریم کې د يوې مدرسې د جوړولو چارې پیل کړي دي.
نارنج ماڼۍ د سنکدر مقدوني د امپراطوري پر مهال ودانه شوې او تاریخي قدامت یې ۲۳۴۳ کلونو ته رسیږي.
د تاریخ پوهانو په وینا دا ماڼۍ چې په لومړیو کې د مقدوني سکندر پوځي اډه او وروسته په شاهي دربار بدله شوه ، د هوتکیانو د حکومت پرمهال ادبي دربار وو.
د کندهار د زاړه ښار له سیمې داسې انځورونه تر لاسه شوي، چې ښکاري د دې تاریخي ودانۍ په حریم کې د یوې مدرسې د جوړیدو چارې روانې دي.
طالب چارواکې په دې اړه په رسمي ډول څه نه وایي ، خو یوې سرچنې ویلي ، دا مدرسه د طالبانو د حکومت د یوه لوړپوړي چارواکې په امر جوړیږي.
د سرچنې په وینا ددې مدرسې یوه برخه د طالبانو د پخوانی تحریک پر مهال جوړه شوې او د مدرسې د پراختیا لپاره اوس تازه د نارنج ماڼۍ په حریم کې بله ودانۍ جوړیږي.
طالبانو پر افغانستان له بيا واکمنيدو سره د عصري علومو او تاریخي ځایونو په ډېرو مرکزونو کې ورته مدرسې جوړې کړې.
دوی په دې ډول د عصري علومو د تدریس چارې هم په ډېرو سیمو کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي او د تاریخي ځایونو د زيانمنیدو وېره یې هم رامنځته کړې ده.