یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهافغانستان د اسیا د تکواندو سیالیو اووم مقام وګاټه

افغانستان د اسیا د تکواندو سیالیو اووم مقام وګاټه

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ د افغانستان تکواندو فدراسيون د اسيا په کچه د ۳۳ هيوادو ترمنځ سياليو کې اووم مقام خپل کر.

يادې سيالۍ په جنوبي کوریا هېواد کې تر سره شوې.

 تير کال هم افغانستان په يادو سياليو کي اووم ځای خپل کړی و.

د افغانستان د ملي المپيک کميټې لپاره د طالبانو ټاکل شوي سرپرست انجنير نظر محمد مطمئن ويلي، چې د تکواندو فدراسيون مشر ډاکټر سکندر د يادو سياليو جريان کي تر ټولو غوره لوبڅار ونومول شو.

مطمئن د‌ دغو سياليو د نورو جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي.

د ورزشکارانو په باور ، د طالبانو له واکمنيدو سره ېې ورزشي فعالیتونه او مورال ډېر اغېزمن شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب