یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتاجيکستان ته سفر ؛ پوتین: ط-انو سره د اړیکو ټینګولو په هڅه...

تاجيکستان ته سفر ؛ پوتین: ط-انو سره د اړیکو ټینګولو په هڅه کې یوو

تاند( چار شنبه ، د سرطان اتمه )‌‏‏ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تاجيکستان ته د پروني سفر پر مهال ویلي ، چې دولت ېې له طالبانو سره د اړیکو جوړولو او په دې هڅه کې دی ، چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون حکومت جوړولو ته ېې وهڅوي.

نوموړي له خپل تاجيکستاني سیال امام علي رحمان سره د لیدنې پر وخت دا څرګندونې کړي دي.

امام علي رحمان د طالبانو له مخالفینو او پر ضد ېې د پنجشېر د مقاومت ډلې له ملاتړو ګڼل کېږي.

هغه تورن دی، چې په خپله خاوره کې يې د مقاومت ډلې ځينو مشرانو ته پناه ورکړې.

خپله رحمان په ښکاره هم د طالبانو د واکمنۍ پر ضد څرګندونې کړي ، چې په ځواب کې يې د طالبانو د رييس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر پر تاجيکستان د بريد خبرداری ورکړی و.

د روسیې ولسمشر په عين حال کې د تاجيکستان او ګڼو نورو هېوادونو هغه غوښتنه هم تکرار کړې او طالبانو نه يې په پوره کولو کې اقدام غوښتی، چې په افغانستان کې د ټولو قومونو په ګډون د حکومت جوړولو په اړه کيدې او اوس هم کيږي.

روسي ولسمشر له ډېرو جزيياتو پرته ویلي ، چې په افغانستان کې د وضعیت د عادي کیدو او حاکم سياسي لوري سره د اړيکو ټينګولو په هڅه کې دي.

طالبانو د روسيې د ولسمشر څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب