شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یوه ۶۰ کلنه دښمني له ۵ مړو وروسته پای ته...

ننګرهار کې یوه ۶۰ کلنه دښمني له ۵ مړو وروسته پای ته ورسېده

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌ په‏ ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي، چې اسماعيل او سلطان حبيب په نومونو دوو کورنيو ترمنځ شپيته کلنه دښمني، چې له امله يې پنځه تنه وژل شوي و، تر منځ روغه وشوه.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر وويل ، دا روغه جوړه د طالبانو د استخباراتو رئیس ډاکتر بشير، قومي مخورو او علماء کرامو په هڅو وشوه.

‏په‌ دې اړه غونډه کې ډاکتر بشير او د طالبانو د استيناف محکمې سیمه ییز رئیس محمد ګلاب فاروقي په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې دواړو کورنيو يو بل ته بخښنه وکړه، همدا راز يې له نورو ولسونو هم وغوښتل، چې خپلمنځي شخړې ختمې او په سوله کې ژوند وکړي.

‏د طالبانو د استخباراتو سيمه ييز رييس وويل، چې د دوی په راتګ سره يې د پنځه ویشت کورنيو ترمنځ روغه جوړه کړې او له قومي مخورو يې هم مننه وکړه چې په دې برخه کې ور سره همکاري کوي.

‏قومي مخورو حاجي ګلمراد او نورو په خپلو خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه، ترڅو کمېسيون جوړ کړي، چې له مخې يې په ټول هېواد کې شته دښمنۍ ختمې کړي.

سيد حبيب او اسماعيل له طالبانو له چارواکو او د دوی په روغه جوړه کې له ټولو شاملو کسانو مننه وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب