یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهله نړيوالو د منظور پښتین غوښتنه ؛ افغان زلزله ځپلو سره عاجلې...

له نړيوالو د منظور پښتین غوښتنه ؛ افغان زلزله ځپلو سره عاجلې مرستې وکړئ

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌ د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له کبله د سر و مال پر زیانونو ژوره خواشیني څرګنده کړه.

ښاغلي پښتین پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: « په دې لوی غم کې له زیانمنو کورنیو او د دې سیمې له ولسونو سره شریک دی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر همداراز ویلي چې په اوسني حال کې له پښتون افغان ولس او نړیوالو څخه غوښتنه کوي چې په بیړنۍ توګه له یادو سیمو سره په پراخ مټ مالي او طبي مرسته وکړي.

که څه هم ځايي اوسېدونکي د اوړمې شپې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر زرګونه ښيي خو له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرستیال طالب وزیر وايي چې په پکتیکا او څو نورو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې په اثر د مړو شویو کسانو شمېر تر ۹۲۰ تنو پورې رسېدلی دی.

د افغانستان بې واکه کړای شوي ولسمشر اشرف غني هم په يوه پيغام کې له زلزله ځپلو سره د عاجلو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو رييس الوزرا ملا حسن اخند ويلي ، چې سل میلیونه افغانۍ یې له زلزله ځپلو سره مرستې ته منظور کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب