پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهمجاهد: زلزله ځپلو سره د مرستو لويه څپه روانه ده او د...

مجاهد: زلزله ځپلو سره د مرستو لويه څپه روانه ده او د ځینو هېوادونو مرستې را رسیدلي

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌ ‏د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي ، چې له زلزله ځپلو سره په کور دننه او بهر د مرستو یو لوی موج را روان دی.

د هغه په وينا ، له دې ښکاري چې افغانان نور د خپلو دردونو التیام ته جدي دي.

طالب وياند په ورته وخت کې ویلي چې قطر ، ایران او پاکستان تر اوسه خپلې مرستې افغانستان ته استولي دي.

په ورته وخت کې د جاپان په ګډون یو ډېر شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو خبر ورکړی او ویلي ، چې خپلې مرستې به افغانستان ته واستوي.

که څه هم له طبیعي پېښو سره د مبارزې مرستیال طالب وزیر وايي چې په پکتیکا او څو نورو ولایتونو کې د زلزلې په اثر د مړو شویو کسانو شمېر تر ۹۲۰ تنو پورې اعلان کړی خو ځايي اوسېدونکي او نړیوالې سرچینې وايي چې لږترلږه ۱۵۰۰ تنه مړه شوي او تر ۲۰۰۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د افغانستان بې واکه کړای شوي ولسمشر اشرف غني او د پښتون ژغورنې غورځنګ رهبر منظور پښتین هم له زلزله ځپلو سره د عاجلو نړیوالو مرستو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو رييس الوزرا ملا حسن اخند ويلي چې سل میلیونه افغانۍ یې له زلزله ځپلو سره مرستې ته منظور کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب