Homeخبرونهسراج الدين حقاني: د علماوو د مجلسونو او توصیو په برکت به...

سراج الدين حقاني: د علماوو د مجلسونو او توصیو په برکت به د افغانستان ستونزې حل شي

تاند( پنج شنبه ، د سرطان دويمه)‌ د حقاني شبکې مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د مجمع الفقه الاسلامیة نړيوالې ټولنې له مشر او استازو سره وکتل.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې ،په دې کتنه کې مولوي حقاني وویل، چې علماء پر اسلامي امت باندې د الله تعالی رحمت دی او د عالمانو وحدت، همغږي او هدایات د امت دنیوي او اخروي ستونزې له منځه وړي.

سراج الدين حقاني وویل چې د الله تعالی ستر نعمت امن دی او امن د ټولو پرمختګونو اساس دی چې الحمدلله دا مهال افغانستان ترې برخمن دی.

 نوموړي زياته کړه:« هغه مشکلات به د علماءکرامو د مجلسونو او توصیو په برکت حل شي چې دا مهال افغانستان ورسره مخ دی.»

سرچینه زیاتوي ، د یادې ټولنې استازو په پکتیکا ولایت کې د زلزلې د قربانیانو تعزیت وړاندې کړ او د طالبانو نظام د استحکام لپاره یې له سراج الدين حقاني سره خپلې مشورې شریکې کړې.

هغوی ژمنه وکړه چې خپلو مشرانو او هیوادونو ته به د طالبانو واقعي تصوير وړاندې کوي او د افغانستان د پرمختګ لپاره به خپلي همکارۍ نه سپموي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر يادې څرګندونې په داسې حال کې کړي ، چې خلک د افغانستان د اداري نظام د شړیدو، د فقر او ناورین د اوج او هېواد نه د میلیونونو کسانو د وتو یو اصلي دليل د ملايانو او طالبانو لخوا د ټولو چارو انحصار او پر مسلکي کادرونو د کړۍ تنګول ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...