یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونپهلوان اشرف غنی

پهلوان اشرف غنی

لا د ثور کودتا نه وه شوې، زما خیال دی را روا نه وه، چې یوه ډله نجونې له ډنمارک نه کابل ته راغلې. د کوپنهاګن پوهنتون محصلانې وې، فیلډریسرچ یې کاوه، انتروپولوجست، کلاوس فردیناند چې لسیزې یې له کوچیانو سره تیر کړي وراوستې وې. زه او اشرف غني د کلاوس د پخوا وختو یاران وو چې د پوهنتون دوره کې مو په ریسرچ کې همکاري، کله لا ترجما ني ورسره کوله. نو چې د لا و لښکر سره راغی موږ هم  ورسره د افغانستان په کلو بانډو ګرځېدو. دا مهال نو موږ استادان وو. اشرف لکه چې لا ډاکټري نه وه اخیستې، رخصتي راغلی و.

پلان دا وو چې د شیبر له زړې لارې، په درې شکاري تر پلخمري بیا په دښتو مزارشریف ته لاړ شو. تنکی پسرلی و. د دښتو شنیلو تازه نېښ وهلی و(یره لکه دا اوس د حوت ورو ستۍ شپې به وې) د غونډیو په شیلو کې د کوچیانو لیري څرېدل. چې لنډه یې کړم  تاشفرغانو ته مو شپه وروړه. درسته شپه په هوټل کې کټملانو د ډنمارکي نجونو په سرو غوښو میلې وکړې. په سهار مو د بازار په قیماقچای او شیرمال (په شودو کې اغږل شوې ګردې ډوډۍ) سبناری وکړ او بیا نو د جنوکیو ریسرچ شروع  شو. د دې دوکان د زانګو عکس واخله، په بل دوکان کې د زرکې کرکړې ثبت کړه، د دوکان د اله چو(د کرزي والې چپنې تان)، او د سماوار چي د چلم او سرخانې او چارخانې عکسونه واخله، د مشهور سندرغاړي، بنګیچه استاد او یوسف دمبوره چې عکسونه واخله، غږونه یې ثبت کړه. د تاشفرغان بازار ته هغه وخت ګرم ویل کېده. ګرم بازار هغه و چې دوکاندار به له کوڅې ها خوا خپله د نسوارو ډبلی بل دوکاندار ته ګوزارولی شو، مانا کوڅه به تنګه وه، لکه د کابل شوربازار یا د ننګرهار د کږې بازار. دا موږ ته عادي خو د کلاوس ښځګله و ته د هالیووډ سینما وه.

ناڅاپه مو یو سړی ولېد چې یو وړوکي، د نه یا لسو کالو ما شوم یې راګیر کړی وو، په مخ یی څاپیړې ورکولې. نورو ورته کتل خو هیچا مداخله نه کوله. د کلاوس شاګردانو چا عکس اخیست او نورو ورته تري تري کتل، ژبون یې وهل شوی و. سړی بېدرکه غټ څټی و، ځکه به نو چا مدا خله نه کوله.

په همدې وخت کې مې اشرف غني ولېد چې لکه زمری له شا پرې ورغی، نه پوهیږم څنګه یې لاسونو ته کنجک واچاوه، همداسې کرخت یې نیولی و. ټولو ورته کتل چې دا کڼکی ژڼی څنګه دا لنده هور غوندې سړی داسې راټینګوي لکه ماشوم په وروڼي کې. تر اوسه هم د اشرف غني د کراتې په چل پوه نه یم او حیا راځي، پو ښتم یې هم نه.

دا کیسه مې دې پورې تیره کړه  چې اول خو مې د اشرف د عدالت حس خوښ شو چې هسې خدای په جاتي یې د کمزوري د فاع ته ودانګل. دویم دا چې اشرف په دې نیشتوکي مټ څنګه په یوه خوني بدماش حملې ته زړه ښه کړ.

سږ چې اشرف د ولسمشرۍ ټاکنو ته راوړاندې شو، بیا مې د تاشفرغان صحنه تر سترګو شوه، نو مې له همدې ځایه پیوستون ورسره اعلان کړ. هغه وخت خو د جمهورې او ټاکنو اټکل هیچا نه شو کولی. په یواځې سر یې د کمزوري مرستې ته ورودانګل، اوس چې بسته ولس ورسره دی نو دا لس بړیڅي ورته  نشا لا چې د ټینګې نه دي.

27 COMMENTS

  1. اشرف د ښه احساس او ښې برنامې خاوند دی

    افغانان غریب دي، ځوانان بیکاره دي کار غواړي.

    دیته ټوپکسالاران کوم حل نلري، او تمه هم ترې نده په کار.

    اشرف یوازینی کس دی چې د خلکو د اقتصاد او کارموندنې په برخه کې ښه او ډیره څه کولی شي

  2. لوی لیکوال او واقعی روڼ اندان د ملت په حساسو شېبو کې همېشه د ملت په څنګ کې درېږي او د هغه چا ملاتړ کوي چې د ملت د ژغورلو تمه ورنه کېدای شي. استاد شپون همداسې یو څوک دی. په قلم دې یې برکت شي. زمونږ ملي تاریخ به د ده ملي او فرهنګي خدمتونه هیڅ وخت هېر نه کړي.

  3. استاد شپون دا ډېر وخت د په تاند کې نوې ليکنه نه تر سترګو کېده تمه ده ښه روغتيا ولرې او کومه خاطره د چې ليکلې په زړه پورې ده همدا يوتن د ولس خوښ دی که الله وکړل د ولس اتنخاب به همدا وي خو ويل کيږي چې د نا امنه سيمو رايه ځای په ځای د هغه بل ده چې دولت يې ملاتړ کوي او دا لوبه خطرناکه معلوميږي ځکه په ډېری سيمو کې خلک زړه نه ښه کوي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي

  4. داخو ته د اشرف غني كمپائن کوی یو رسمی رسنی له نه ښائی چه د چا دپاره استعمال شی ښه به دا وی چه پدی موردو کی بی طرفه پاتی شی . بله ورڅ دی داکتر صیب عبد الله پسی لګیدلی يي آو دا آوس د داکتر اشرف غنی کمپائن کوی .

    • لیکوال ازاد دي چې د هرچا په ملاتړ کې لیکنې کوي. د لیکوال نظر د تاند د دریځ ښودنه نه کوي. ممکن ستا د خوښې د کاندید په ګټه هم په تاند کې لیکنې خپرې شوي وي. دبلوچ او سوله مل لیکنې وګوره چې د زلمي رسول ملاتړ یې کړی دی.

    • ستاسی مطلب دادی چه اشرف غنی به پر دوستم هم مټ را تاو کړی او د زوره به یی واچوی؟

  5. په شپون صیب باندې د دې لیکنې باعث دا ځوان دی، ګنډېری :))) آفرین شه او پر ما شه چې شپون صیب مې مجبور کړ چې داسې لیکنه وکړي. د ریفرنس له پاره وګورئ د شپون صیب په تېره لیکنه زما تبصره.

  6. اشرف غنی ، د لوړ فکر او سیاسی عزم خاوند دی ، غنی کولای شي چې د افغانستان اکثریت چې ځوانان دې د علم په ګاڼه غني کړې .

  7. واقعا اشرف غنی صاحب نه یوازی ادیب سیا ست مدار او ژورنالیست او اقتصادان مملکت جوړونکی اداره کونکی دی بالاخره دی یو واقعا څو بعدی شخصیت دی چه زه یی په ادبیاتو کی نه شم لیکلای
    لکه چی وایی

    هرچه ګویم در وصف تو آن کم است
    کجااست این قلم شکسته و آن زلف خم خم

  8. د افغانانو هروختي عادت او شعر مي داكتر اشرف غني صاحب ته ليكل دي

    اشرف خانه په ژوند د افغانان د احساس قدر نه کا….
    پس له مرګه به درپسي ژړا انمګولا خاوري په سر کا….

  9. د افغانانو هروختي عادت او شعر مي داكتر اشرف غني صاحب ته ليكل دي

    اشرف خانه په ژوند د افغانان د احساس قدر نه کا….
    پس له مرګه به درپسي ژړا انگولا خاوري په سر کا….

  10. ډ ا لۍ

    ا حمد ز ی صا حب د پو هی پهلو ا ن د ی
    په میړ ا نه یی ګټلی هر مید ا ن د ی

    شپو ن صا حب چی کو م د مینی لیک لیکلی
    ر یبا ر هغه ر سو لی تر جا نا ن د ی

    مننه

  11. ډ ا لۍ

    ا حمد ز ی صا حب د پو هی پهلو ا ن د ی
    په میړ ا نه یی ګټلی هر مید ا ن د ی

    شپو ن صا حب چی کو م د مینی لیک لیکلی
    ر یبا ر هغه ر سو لی تر جا نا ن د ی

    چی ملي سر و د و ا و ر م ر و ح ا ر ا م شي
    څو مر ه خو ږ لکه شا ت افغا نستا ن د ی

    نړ یو ا ل ز یر ک غني ر هبر به یی ر اټو ل کړی
    شيند ل شو ی ز مو ږ ولس په ټو ل جها ن دی

    مننه

  12. هوکی ! دادی شاغلی ډاکټر اشرف غنی خو د دینی علماوو ملاتړ هم تر لاسه کړ خدای د وکړی چه ویی گټی اود شرعی حدودو په جاری کولو سره د واقعی اودایمی سولی ټغر په گران وطن کی خور شی او دا هر څه د قرآنی قانون په عملی کولوسره راتلی شی ،هغه قانون چی خالق دبشریت د دونیوی اواخروی آرامۍ اوټولوکامیابیو لپاره نازل کړی ده

  13. ډیره مننه استاده، خو که درسره وي، نورې خاطرې یې هم شریکې کړه، خوند به وکړي.

  14. SALAM AW EKHTERAM TOLOW AFGHANANOW TAH;
    IF ANY ONE LOVE AFGHANISTAN. THEY MUST STAND WITH ASHRAFGHANI SAHIB.
    THIS IS GOOD TEAM.; HANIF ATMER SAHIB.JALALY SAHIB,AHADY SAHIB.
    MUJADEDY SAHIB &GILANY SAHIB TEAMS ,ZAKHILWAL OMER,ALSO.
    I HAVE RSPECT TO ALL KANDIDAT,EVERY ONE LIKE TO WORK FOR AFGHANISTAN,
    BUT ASHRAFGHANI IS MORE BETTER.
    I HOPE ALL AFGHANS SPECIAL PASHTOON AND WOMENS SUPPORT THIS TEAM,
    THANK YOU ALWAYS BE UNITED AFGHANISTAN
    RAZMOHAMMED KAMAWALL FROM NEWYORK

  15. دا ځل انشا له ددی وطن ډیری بچیان چی ددی خو نخوارو نه په تنګ شوی د ډاکتر اشرف غنی د همت ملا یی ټینګه ور تړلی ده امید وار یم مو نږ ټول ځوا نا ن دده همت ته نور هم اوږه ور کړو تر څوخو نخوار بیا ددی ملت وینی نوری ونه څښی خو زما هیله د جناب کرزی څخه داد ه چی حق ته تسلیم شه د دی نجسو څخه مه ډآر یږه د الله ج وډار شه د خپل پلار ځوی او د هغه د همت په قدم قدم کیږده د غنی د نا کا میدو کوشش مه کوه چی دا اور به ستا لمن هم لو لپه کړی کرزیه خبر دار خبردار خبر دار

  16. د ډاكټر أشرف غني أحمدزي په خاطر مونږ له خپل ځان نه هم تير يو، يواځي د اشرف غني إشاره مونږ ته كافي ده،
    قسم په الله كه دسقاو بچي را نه په أفغانستان حكومت وكړي، كرزي دي هم په خلاصو غوږونو واوري

  17. محترم استاد شپون صيب
    ښې چارې
    ستاسې ليکنې مې ډېرې خوښيږي، خو په دې ليکنه کې مو که د (نشا لا) څخه مطلب (ان شاء الله) وي نو ښه به نه وي.
    په درنښت

  18. استاده لکه چې يوه رأيه زه هم لرم او که استاد سياف مې سترګې راتورې نه کړې نو وګڼه چې ډاکټر صاحب غني ته به مې د پېښوريانو خبره ورلړه کړې وي….

  19. شپون صاحب ! اسلام علیکم ! د کږې بازار اوس یو څه پراخ شوی دی څکه یو څه مارکیټونه په کې جوړ شول اما د کرزي له دې کرغیړن حکومته مونږ هم په امن پاتې نشو ګردونو یې ووهلو هغه داچې د کږې بازار اوس د امن بازار نه دی هلته خلک له دولتي پولیسو ، محلي پولیسو ، سپیشل فورس ،او طالبانو څخه ویریږي بل داچې د کږې د بازار دولتي ځمکو کې د کږې او جلال اباد شاروال د بډو په اخستو خلکو ته د مارکیټونو د جوړولو امر کړی دی چې نه ویشت کاله به یې ګټه همدغه ټیکه داران اخلي اما په مقابل کې دغه ټیکه دارانو د دوکانونو د جوړولو مصارف له بې چاره دوکاندارانو واخیست او په مفته کې به د دوکانونو نه ویشت کاله عایدات خپل کړي زه د افغانستان مسایلو ته دومره فکر وړی یم چې ایا دغه مفکر اشرف غني چې فعلاً ترې خپلې وینې قربانووم د دې وطن کوم شلیدلۍ زخم وګنډي ستا څخه زما دا پوښتنه ده چې ایا نوموړی به د شرپسنده ګاونډیو په مقابل کې څه ډول رویه غوره کړي؟

  20. نه پوهیږم چې دا پاڼه تاسی خپله چلوی که مو کوم لیواله. تاسی په تاند ویبپاڼه کې د محلی اصطلاحاتو او لغتونو د راغونډولو پروسه پیل کړه – چیرته به د دغه اصطلاحګانو لیست ومومم؟ تاند څخه می وغوښتل خو د غریب سلام ته څوک علیک نه وایی. انلاین می پسی ولټل پیدا می نه کړی، بله منبع هم راته مالومه نه ده نو ځکه می دلته ولیکل. فکر کوم موخه هم همدا وه چې دا اصطلاحات د خلکو سره شریک سی نه پوهیږم چې په شریکولو کې یې تاند ویلی زما پیغام ته ځواب رانکړه. مننه

  21. شپون صاحب : متل دی وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی د اشرف غنی حس خو هشیار سړی معلومولی شی د دوستم د ملګرتوب څخه د عمر (رض) قول دی وایی که د یو چا د شخصیت په باره کی معلومات نلری نو د هغی شخصیت د درو شیانو څخه معلوم ولی شی چی د هغه درو څخه یو د هغه شخص ملګری دی نو اشرف غنی خو مونږ ته د ده له ملګرو څخه ډیر ښه را معلومیږی او بل متل هم واره وایی مرغان هغه سره کښنی چی بڼی سره ورته وی

  22. زه د استاد شپون ليکنه تايدوم او مننه ترې کوم ___او بيا په ټولو افغانانو داسلام پالنې- اانسان پالنې _افغان پالنې او وطن پالنې په خاطر غږ کوم چې اى افغان مسلمان باغېرت ولسه تاسو پوه شئ چې يوازنى سړى او يوازنى کانديدچې دا ولس له ستونزو او دې اوږدې څلور لسيزې غميزې څخه دخداى (ج) په امر دحل لاررايستلاى شي هغه داکټر اشرف غنى دى او په دې ولس بيا هم غږکوم چې که دا چانس مو هم له لاسه ورکړ بيا نو په اينده کې ژاړۍ هم مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب