یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط - انو ۱۰ مياشتینۍ واکمني، جلال اباد ته پکې ۵...

د ط – انو ۱۰ مياشتینۍ واکمني، جلال اباد ته پکې ۵ ښاروالان ټاکل شوي

تاند( سې شنبه، د جوزا ۲۴ مه) پر افغانستان د طالبانو د بیا ځلي واکمنۍ لسمه مياشت نن په داسې حال کې پوره کیږي، چې طالب چارواکو په دغه موده کې جلال اباد ښاروالۍ ته پينځه ځلې ښاروالان ټاکلي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي دفتر ويلي، چې پینځم ښاروال ملا نعمت الله اخند يې پرون دغې دندې ته معرفي کړی دی.

سرچينه زياتوي، چې نوموړی د رياست الوزراء په حکم ټاکل شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د ټولنيزو چارو مرستيال مولوي اغا محمد مصطفی نوي ښاروال ته د بشپړ شفافيت او عدالت له مخې د دندې پرمخ وړلو او ښاريانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو سپارښتنې کړي.

طالبانو په جلال اباد ښاروالۍ او نورو عايداتي ادارو کې د ژر ادلون بدلون دلیل نه دی ښودلی.

په جلال اباد ښاروالۍ کې یوې سرچینې د نوم نه خپریدو په شرط تاند ته وويل، چې د دغې ادارې مشري او نور عايداتي بستونه په ښکاره خرڅیږي او ډېر ځله دوه میاشتينۍ سودا ورباندې کیږي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د جلال اباد ښاروالۍ څو طالب ښاروالان او نور لوړپوړي مسوولین د طالبانو څارونکو ادارو په فساد کې ښکېل ثابت کړل، خو د طالبانو د رهبرۍ تر کچې د تورنو کسانو اړيکې او د غلا د پیسو وېش سبب شوی چې دوی سره حساب ونه شي.

سرچينه زياتوي، چې د جلال اباد یو ګوښه شوی طالب ښاروال مولوي روح الله حقمل او څو نیږدې کسان ېې د شاوخوا ۶ سوه میلیونه افغانیو د اختلاس په تور یو ځل بندیان هم شول، خو له کوم دليل پرته بیرته په ضمانت خوشې شول او اوس یې دوسیې نه تعقیبیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب