شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمولوي کبير: د عینک کان په کیندنه کې چینایي کمپنۍ سره همغږۍ...

مولوي کبير: د عینک کان په کیندنه کې چینایي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتو يوو

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، حکومت یې د لوګر د عینکو د مس کان د ژر تر ژره کېندنې په پار له چینایي کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتو دی.

د طالبانو د یوې اعلاميې له مخې، نوموړي دا څرګندونې پرون د چین د ام.سي.سي کمپنۍ له مشرتابه سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې د دغه لوی کان د کیندنې چارې به څه وخت پيلیږي، خو تر دې وړاندې کانونو وزارت ویلي، چې د یاد شوي کان د کیندلو د پیل ۸۰ سلنه چارې مخته تللي دي.

د اقتصادي چارو یوشمېر کتوونکي او د کانونو پخواني چارواکي بیا پر طالبانو نیوکه کوي چې د کانونو د کیندنو په چارو کې یې بیړه د هېواد په ګټه نه ده.

مخکې ويل چینایي کمپنۍ سره د جمهوري نظام د ځينو اختلافاتو له امله د دغه کان د کیندلو چارې ځنډیدلې وې.

1 COMMENT

  1. ټالبان پوهیږي چې عمر ئې کم دی . له همدې امله دوی وارخطا دی او عجله لري چې د ګران افغانستان ملي سرمایې او کانونه څومره ژر چې امکان ولري ، چور او تالان کړي .
    د کانونو، خصوصا رنګه فلزاتو نړیواله تقاضا ورځ تر بلې زیاتیږي او نرخونه ئې لوړیږي . د کانونو د پلورلو په برخه کې عجله د ټول افغان ملت په ضرر او تاوان ده .
    له بل پلوه د عینک په تاریخي سیمه کې تاریخي آثار باید وساتل شي .د هغوی د چور ا تالان مخه ونیول شي .
    عثماني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب