شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهط د یوې ښځې او يو خور و ورور په وژلو تورن...

ط د یوې ښځې او يو خور و ورور په وژلو تورن شول

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏خبري سرچېنې وايي، چې طالبانو تېره شپه د بغلان د فرنګ ولسوالۍ په سوق کلي کې د سهراب په نوم یو ځوان د مقاومت ډلې سره د تړاو په تور په ډزو وژلی.

ويل شوي، چې د طالبانو جنګيالي د نوموړي د وژلو لپاره د هغه کور ته ورغلي او خور ېې هم ورته وژلې ده.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

بل لور ته: ډ سمنګان په دره صوف پایین ولسوالۍ کې طالبانو یوه دیرش کلنه ښځه د هغې د اولادونو په مخکې له یوه سړي سره د جنسي اړيکو په تور وژلې ده.

ويل شوي، چې وژل شوې ښځه شريفه نومیږي.

هغه د يوې نهه کلنې او يوه ۱۱ کلن هلک مور وه.

ځایي خلکو بیا د طالبانو عمل او تور غندلی او ویلي، چې د دغې مېرمنې د ژوند ملګری په ایران کې اوسيده، چې د بل نارينه د نه لرلو له کبله ېې له ټیکسي چلوونکي څخه د دې کور ته د سودا د ننويستو غوښتنه کړې وه.

طالبانو د خپلې دغې صحرايي محکمې په اړه څه نه دي ويلي.

روانه اونۍ د سمنګان په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د دوو ښځو ځړول شوي جسدونه موندل شوي وو.

ويل کيږي، چې پر يادو ښځو لومړی جنسي تېری شوی او بيا په دار ځړول شوې وې.

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي څه موده مخکې د ملګرو ملتونو له یوه مقام سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی و، چې دوی د صحرايي محکمو خلاف دي او مخنیوی یې کوي.

3 COMMENTS

  1. د تاند انګلیسي برخه هم فعاله کړئ
    وېب سایت باندې لږ خرچه پکار ده یا یې سېتنګ ښه کړئ
    دغه خبر چې په انګلیسي وي اغېزه به یې ډېره وي

  2. ټالبان پوهیږي چې عمر ئې کم دی . له همدې امله دوی وارخطا دی او عجله لري چې د ګران افغانستان ملي سرمایې او کانونه څومره ژر چې امکان ولري ، چور او تالان کړي .
    د کانونو، خصوصا رنګه فلزاتو نړیواله تقاضا ورځ تر بلې زیاتیږي او نرخونه ئې لوړیږي . د کانونو د پلورلو په برخه کې عجله د ټول افغان ملت په ضرر او تاوان ده .
    له بل پلوه د عینک په تاریخي سیمه کې تاریخي آثار باید وساتل شي .د هغوی د چور ا تالان مخه ونیول شي .

  3. ډیرو خلکو ښايی د عمری عدالت په هکله ډیر څه اوریدلی وی خو شاید په خپلو سترګو يی نه وی لیدلی نو اوس خلک کولی شی چی د تالبانو په شکل کی عمری عدالت په خپلو رډو سترګو ووینی

    او بیا صحرايی محکمې خو د تالبانو ددې عمری عدالت مظبوطی ستنی دی چی دا عدالت ورباندی کلک ولاړ دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب