یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهسمنګان کې یو صراف وژل شوی او بلخ کې یو سوداګر تښتول...

سمنګان کې یو صراف وژل شوی او بلخ کې یو سوداګر تښتول شوی

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏د افغانستان له شمالي ولايتونو سمنګان او بلخ څخه د یوه صراف د وژل کیدو او یوه سوداګر د تښتول کیدو خبرونه ورکړل شوي.

د صراف نوم حاجي احمد ياد شوی او ویل شوي، چې د کابل- بلخ پر لويه لاره وسله والو غلو وژلی او ۸۰ زره ډالره یې ترې وړي دي.

 له بلخ څخه د تښتول شوي سوداګر په اړه ويل شوي، چې خواجه صدیق صدیقي نوميږي او د تاج طلایي په نوم د یوه شرکت رییس و.

په بلخ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري د دغه سوداګر د تښتول کیدو خبر تایید کړی او ویلي، چې د موندلو هڅې ېې روانې دي.

په وروستيو کې د کابل په ګډون د هېواد له مختلفو سيمو څخه د جنايي او نورو پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور اوړمه ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېره یوه مياشت کې ۸۳۱ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي، ۱۰تنه اختطافګر‌ د طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي او ۳۹ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

د‌ خلکو په باور، د طالبانو له واکمنيدو سره که د دوی لخوا په کیدونکو جګړو او بریدونو کې د تلفاتو لړۍ دریدلې، خو د فقر او اقتصادي ناورين له کبله نورې جنایي پېښې، ځان وژنې، کورنی تاوتریخوالی او په ټوله کې وژل او د تشدد نورې بڼې دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب