Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد آقينې پټلۍ په نيږدې ورځو کې افتتاح کېږي

د آقينې پټلۍ په نيږدې ورځو کې افتتاح کېږي

تاند(سې شنبه، د جوزا ۱۷ مه) ‏د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، چې تر راتلونکو څو ورځو به د آقینې- اندخوی له ریللار څخه کار اخیستل پیل شي.

باختر اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، ليکلي چې په فاریاب ولایت کې د اقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍچې (۳۰) کیلومتره اوږدوالی لري، د پاتې چارو بهیر بېا پیل شو.

‏ د دغې پټلۍچارې په ۶/۱۳/۱۳۹۸ هـ.ش. نېټه د ۳۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې او ډیره اندازه ترسره شوې وې، خو د کرونا وبا د خپرېدو او په استملاک کې د ستونزو له امله یې د پوره کېدو چارې ځڼدېدلې وې.

‏سرچينه زياتوي، چې د دې پروژې په ګټه اخیستنې سره به ځایي خلکو ته کاري فرصتونه برابر او سوداګرو ته به نورې آسانتیاوې هم رامنځ ته شي.

همداراز د دې پروژې په پوره کېدو سره به انتقالات ډیر او په عوایدو کې ډیروالی راشي.

په نوې بڼه له سیمه ییزو هېوادونو سره د افغانستان اتصال او افغانستان د اسيا د وصل په مرکز بدلول د پخواني ولسمشر اشرف غني له مهمو موخو څخه وه او په دې برخه کې ېې ګڼې پروژې پیل کړې وې.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي هم څه موده مخکې د افغانستان په سیمه ییز اتصال ټینګار کړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...