شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د پاکستان اقتصاد د دیوالي کېدو په څنډه/ ځلاند ساپی

د پاکستان اقتصاد د دیوالي کېدو په څنډه/ ځلاند ساپی

د پاکستان اقتصاد د دیوالي کېدو په لور روان دی. مخکې له دې چې د پاکستان په اقتصاد خبرې وکړو لومړی به په دیوالي کیدو وغږېږو.

په یو ځانګړي قلمرو کې د یو کال په جریان کې د ټولو تولیداتو ارزښت چې په پیسو وښودل شي هغې ته GDP یا ناخالص داخلي تولید وايي او د دې کچه چې په یو هېواد کې څومره لوړه وي هومره زیات شتمن هېواد بلل کېږي.

د دې تر څنګ یو بل تول شته چې Debt to GDP ratio بلل کېږي، یعنې په یو هېواد باندې څومره پور دی او د ناخالص داخلي توليد نه به څومره ورکوي.

کله چې د یو هېواد Debt to GDP یا په ناخالص داخلي تولید باندې د قرضې کچه د ۶۰ سلنې ته لوړه شي نو د خطر زنګ ورته وهل کېږي.

د سریلنکا هېواد اقتصاد ځکه دیوالي شو یا په ساده اصطلاح ځکه مفلس شو چې په دغه هېواد کې په ناخالص داخلي تولید د قرضې سلنه ۱۱۰ سلنې ته رسېدلې وه یعنې که په دغه هېواد کې سل روپۍ د دولت خزانې ته راتللې نو یو سل او لس به ېې په پور کې ورکولې.

اوس وخت کې د پاکستان د یادې قرضې سلنه ۷۴ ٪ ته لوړه شوې، یعنې که ۱۰۰ روپۍ عاید لري نو ۷۴ به په قرض کې ورکوي او دا ارقام د زیاتېدو په حال کې دي.

پاکستان کې تېره ورځ یو ځل بیا د تېلو بیې لوړې کړل شوي او په یوه اوونۍ کې د تېلو په یو لېټر بيه کې د ۶۰ روپو له اضافې وروسته د یو لېټر پټرولو بیه ۲۱۰ روپو او د ډیزلو بیه ۲۰۴ روپو ته رسېدلې ده. دپاکستان مرکزي حکومت وایي د مالي کال 2023م د جولایي څخه به د بجلۍ د یو یونټ بيه د ۸ روپو زیاتوالي سره ۲۴ روپو ته پورته شي.

د پټرولو د بیو لوړولو سره د ټولو توکو په بیو کې په اتومات ډول لوړوالی راځي او په دې سره به په یاد هېواد کې د ګرانۍ کچه لا ډېره شي.

تیره ورځ عمران خان وويل: پاکستان د اقتصادي پلوه د دیوالوي کېدو او اتومي ځواک له لاسه ورکولو پر لور روان دی

د ایشیا ټایمز په حواله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې کمې شوي، انفلاسیون او د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او پاکستانۍ روپۍ په ځپلي حالت کې ده او ارزښت ېې د روان مالي کال په جریان کې د ۲۱.۷۲ سلنې چټک کمښت سره مخ شوی.

 د سریلنکا په شان پاکستان هم د دیوالي کېدو په څنډه کې دی او دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې یوه ډېره کړکېچنه سیاسي فضا رامنځ ته شوې او لرې کړل شوی لومړی وزیر عمران خان  پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته د لاریون ګواښ کوي.

 د اقتصادي چارو کارپوهان او شنونکي، پاکستان کې د اقتصادي ننګونو سره د مقابلې لپاره د مالي بېړني حالت غوښتنه کوي. دوی وړاندیز کوي چې د شرکتونو لپاره دې د شته ۸۰۰ ملیارده روپیو (4.1 ملیارد ډالرو) مالیې معافي یا سبسیډي لغوه شي او په ځمکو، ملکیتونو او شتمنیو دې مالیات نور هم ډیر کړل شي.

دوی دا هم غواړي چې غیر جنګي دفاعي لګښتونه دې کم کړي، په ۱۶۰۰ cc یاد له دې لوړو انجن لرونکو موټرو دې تعرفې لوړې شي او همدارنګه فدرلي یا صوبايي حکومتونه دې خپل دفترونه کم کړي.

د پاکستانۍ کالدارې د ارزښت لوېدو له کبله د پاکستان سټاک ایکسچینج نور ۹۰۰ یونټه له لاسه ورکړي، مالي بازارونه ېې مخ په خرابېدو دي، د پانګوالو باور مخ په کمېدو دی او د پاکستان ملي بانک د چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه د ۶ ملیارده ډالرو نغدو زېرمو په ګډون یوازې ۱۰.۴۴ ملیارده ډالر لري.

 د مارچ په میاشت کې د هېواد د کرنټ اکاؤنټ کسر نږدې دوه چنده شو، چې د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې (جولای څخه تر مارچ پورې) ټول تفاوت له 13 ملیارد ډالرو څخه ډېر شو. د پاکستان د دولتي بانک لخوا راټول شوي ارقام ښیې چې د وارداتو وده د نهو میاشتو په موده کې ۴۱.۳ سلنه وه، د تیر کال په ورته مودې کې ۱۱.۵ سلنه وه. د جولای څخه تر مارچ پورې ټول واردات ۶۲.۱۳۷ ملیارده ډالر و او د صادرات ېې ۲۸.۸۵۵  ملیارد ډالر و.

 د وارداتو زیاتوالي د سوداګرۍ کسر پراخ کړ او د تبادلې نرخ یې کمزوری کړ، ځکه چې د ډالرو غوښتنه په دې مالي کال کې په غیر معمولي ډول لوړه وه. د روان مالي کال په لومړیو نهو میاشتو کې (جولای څخه تر مارچ پورې) ټولیز سوداګریز کسر ۳۵.۵۲ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی چې د تېر کال په همدې موده کې ۲۰.۸ میلیارده ډالره و.  په بشپړه توګه د سوداګرۍ کسر د ۱۵ ملیارد ډالرو څخه ډېر شوی، چې د بهرني حساب وضعیت خرابوالی په ګوته کوي. د دې کسر سره، احتمال شته چې پاکستان په راتلونکو میاشتو کې د تادیاتو بلانس بحران ته ننوځي.

 په کورني اقتصاد کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱۷ سلنه زیاتوالي د بې وزلو او متوسطه طبقو ژوند له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړی،  شنونکي ادعا کوي چې د انفلاسیون نوې څپې به هغه وخت رامینځته شي چې د پاکستان اوسنی حکومت په بشپړ ډول د تیلو سبسیډي له مینځه یوسي.

 د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ نوی حکومت په واک کې له راتلو سره سم سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته تللي و، خو تر اوسه یې له دغو هېوادونو هېڅ مرسته نه دي ترلاسه کړي.  چین لا تر اوسه خپله ژمنه نه ده پوره کړې چې پاکستان ته به د مارچ په وروستیو کې د څلور میلیارده ډالرو پور بیرته ورکړي.

 چینايي چارواکي د پاکستان د حکومت له خوا د شل ملیارد ډالرو نغدو پیسو د ساتلو او د چینایي بانکونو لخوا د موجوده سوداګریز پور ورکولو پروګرام کې د بدلون له غوښتنې وروسته د نورو پیسو ورکولو ته زړه نازړه دي.

یوسف نظر چې د مخ پر ودې بازارونو د پانګونې پخواني مشر و وايي: د پیسو نړیوال صندوق او د پاکستان ملګري هیوادونه به اسلام اباد سره مالي مرسته ونه کړي تر هغې چې حکومت ېې د پټرولیم محصولاتو بیې د ګازو په شمول لوړې نه کړي.

 هغه ادعا کوي چې دا اقدام به انفلاسیون ته وده ورکړي او کارګرې طبقو ته به ډیر زیان ورسوي.

 یوسف نظر زیاته کړې “پاکستان د بهرنیو اسعارو د ذخیرې د ثبات او د روپۍ د پیاوړتیا لپاره ۱۵ ملیاره ډالرو ته اړتیا لري.”

 د پاکستان د دولتي بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې منفي دي، د نړیوال وجهي صندوق د سمدستي تمویل پرته بله هیڅ لار نه ده ورپاتې او که دا کار ونشي د پاکستان په دیوالي کېدو کې هیڅ شک نشته.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب