یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد سوداګرۍ او صنايعو خونه: څه باندې ۵ زره فابريکې فعاله او...

د سوداګرۍ او صنايعو خونه: څه باندې ۵ زره فابريکې فعاله او ۴۰۰ زره کسان پکې کار کوي

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د افغانستان صنعتي نندارتون پرون په کابل کې د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند په لاس پرانیستل شو.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعاليت کوي، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مرستیال سخي احمد پیمان په حواله د هېواد د فعاله خصوصي فابریکو په اړه جزييات خپاره کړي.

باختر اژانس د نوموړي په حواله ویلي، چې په افغانستان کې دمګړۍ څه باندې ۵ زره فابريکې فعاله دي، چې ۴ سوه زرو تنو ته پکې په مستقيمه او شاوخوا يو ميليون خلکو ته په نا مستقيمه توګه د کار زمینه برابره شوې ده.

د پروني پیل شوي نندارتون په اړه مسوولینو ویلي، چې د نارینه او ښځینه صنعت کارانو لپاره پکې ۱۵۰- ۱۵۰ غرفې په جلا ډول ايښودل شوي.

لاسي صنايع، خوراکي او غیر خوراکي توکي، درمل، نوشابې او قالینې، د وینځلو توکي او الکترونيکي وسايل د دغه نندارتون عمده شیان دي.

دا درې ورځینی نندارتون سبا او بل سبا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب