Homeخبرونه۴ مېرمنې زندۍ شوي، يوه نجلۍ د امر بالمعروف کسانو په کېبلونو...

۴ مېرمنې زندۍ شوي، يوه نجلۍ د امر بالمعروف کسانو په کېبلونو وهلې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د هېواد له مختلفو سيمو څخه خبرونه څرګندوي، چې د بېلابېلو پېښو له کبله ۴ ښځې زندۍ شوي او يوه نجلۍ او يوه بله له موټر چلوونکي سره ېې د امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو لخوا په کېبلونو ډبول شوې ده.

د سمنګان اوسېدونکو ويلي، چې د حضرت سلطان تر پله لاندې یې په دار د ځړول شويو دوو مېرمنو مړي موندلي دي.

سرچینې وايي، چې دا مېرمنې څو ورځې وړاندې پردوی له جنسي تېري وروسته په دار ځړول شوې وې.

ويل شوي، چې د دغو مېرمنو مړي طالبانو د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند سیمه کې خاورو ته سپارلي.

بلخوا: جوزجان کې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار کې تېره سه‌شنبه دوو پیغلو د کورني تاوتريخوالي له امله ځانونه زندۍ کړي دي.

د سرچینو په خبره، یوې پيغلې د شبرغان ښار په څلورمه ناحیه او بلې بیا د دغه ښار په پنځمه ناحیه کې ځان زندۍ کړی دی.

دغه راز یوه بله پېښه چې تېره چهارشنبه شوې، یو ۶۵ کلن سړي د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د شبرغان ښار د چرم‌خانې اړوند سیمه کې ځان زندۍ کړی دی.

له بدخشان څخه په یوه راپور کې راغلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې کسانو د دغه ولايت د ددولتي پوهنتون د سیاسي علومو پوهنځي یوه محصله اريا او په موټر کې د هغې لېږدونکی ( موټر چلوونکی) له دې کبله په کېبلونو وهلې، چې ولې ېې ماسک نه و اغوستی.

طالبانو په رسمي ډول د یادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...