یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهط - انو په هند کې د حضرت محمد (ص) په اړه...

ط – انو په هند کې د حضرت محمد (ص) په اړه ستغې خبرې وغندلې

تاند(دوشنبه، د جوزا ۱۶ مه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په هند کې دحاکم ګوند دیوه مسئول لخوا داسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګستاخانه الفاظ کارول په کلکو ټکو غندلي.

مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي:« د هند له حکومته غوښتنه کوو چې دغه ډول متعصبو اشخاصو ته اجازه ورنکړي چې داسلام مبارک دین ته سپکاوي وکړي او دمسلمانانو احساسات وپاروي».

بل لور ته ‌‏ایران، کویټ او قطر خپلو هیوادونو کې د هند استازي احضار کړي دي.

ويل کيږي، چې د هند د واکمن گوند (BJP) دوو لوړپوړو غړو محمد (ص) ته په خپلو ويناوو کې توهین کړی دی.

 د هند واکمن گوند د دغو دوو لوړپوړو غړو غړیتوب ځنډولی دی او ویلي یې دي چې د دوی څرگندونې‌ د گوند استازولي نه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب