ستاکلهم – سویډن
اولاد هم د خدای نعمت وي، خو که لږ سړه توده پرې راشي، مور او پلار ته ېې زغم سخت وي. نسیم غریبۍ اړ کړی و چې له کور کلي لرې، سعودي ته مساپر شي، هغه باندې د مزدورۍ په یوه ټکنده غرمه چې تالو ېې د روژتي په څېر وچ او تریخ وو، ناڅاپه د زوی زیری وشو! ورور یې د لوګر له خرواره ورته زنګ وهلی و، نسیم له ډیرې خوشالۍ په جامو کې نه ځاېیده، هغه په ټلیفون ورور ته وویل: ما نوم ورته خوښ کړی، ثنا! جمعې ته ملا صیب راوغواړئ چې غوږ کې یې اذان وکړي، ورور یې د نسیم ټولې سپارښتنې پرځای کړې.
له هغې ورځې څو کاله واوښتل، وخت د مازدیګر د لمر په څېر په منډه تېرېده، ثنا پنځه کلن شو، کرار کرار په خبرو راغی خو په لاره نه شو تللی؛ په ټټر څښیده. د ښار ډاکتران ېې علاج کې پاتې راغلل، د ثنا د پښو هډوکې کاږه او ځینو به ویل چې سوځېدلي دي. د مور او پلار له سترګو يې خوب تښتېدلی وو، د خپلې بیوسۍ او قسمت د لاسه به یې لپې لپې اوښکې تویولې.
یوه ورځ د ثنا تره ته چا ويلی و چې «سره میاشت» د هډوکو په ناروغۍ اخته ماشومان، جرمني ته د علاج لپاره بیايي. وايي، بنده حیران، خدا مهربان! افغاني سرې میاشتې ټولنې ثنا جرمني ته بوته، هلته یوه روغتون کې بستر شو، خو په همغه لومړۍ ورځ زړه تنګی شو، مور پسې یې ژړل او په چیغو چیغو ېې یادوله، روغتیاپال یې په کرارولو کې پاتې راغلل، ډوډۍ او درمل ېې سم نه خوړل، د یوازیتوب احساس کړاوه.
د خدای کړه او د بنده ورته کاته! د ثنا له حاله یوه افغان کورنۍ د هغه د روغتیاپالې په وسیله چې سره ګاونډیان وو خبر شول، د ګاونډي د کور میرمن روغتیاپالې سره روغتون ته لاړه څو د ثنا په کرارولو او دل آسایۍ کې خپل وس وآزمايي. روغتون ته په رسیدو د ثنا کوټې ته ورغلل، هغه د دوی په لیدو مازې له ځایه ټکان هم ونه خوړ، په کټ کې ناست وو او کړکۍ ته یې ترې ترې کتل، د روغتیاپالې ګاونډۍ ورو ورو ورنیږدې شوه، خو هغه خیال پرې را نه ووړ، همدا چې په مورنۍ ژبه یې ور غږ کړل، ثنا بې اختیاره خپل ځای کې ټوپ کړل، سترګو کې ېې د خوشالۍ بریښنا وځلیده، ته وا ټوله دنیا چا وربښلې وي، ثنا خپل ډک زړه د روغتیاپالې ګاونډۍ ته چې د مور مینه ېې پرې ماتیده تش کړ او خواست ېې ترې وکړ چې له روغتونه یې ژر خارج او خپل کور ته بوځي. د روغتیاپالې ګاوندۍ ثنا ته وویل چې لږ صبر وکړي، څو له احتیاجه خلاص او په خپلو پښو روان شي، هغې ثنا هڅاوه او ورته ویل یې: همدا چې په خیر جوړ شې همزولو سره به دې ښه فوټبال او خوسی وکړې! هلک په هغه ورځ په مړه ګیده ډوډۍ وخوړه، له ډاکترانو سره یې چلند هم ښه شو.
تر هغې وروسته به د روغتیاپالې د ګاوندۍ خاوند «نوري» هره ورځ له کار تر رخصت وروسته د ثنا پوښتنې ته ورته، له وړوکي ماشوم سره ېې انډیوالي پخه شوه، یوه ورځ ېې له هغه د پلار د نوم پوښتنه وکړه؟ ثنا ورته وویل: پلار مې نسیم نومیږي، سعودي کې دی! نوري خپل ټلیفون راواخیست او په انټرنیټ ېې لټون پېل کړ. فیسبوک، مسینجر، واټس آپ او وایبر ېې پسې وپلټل، ښایسته موده ېې پرې ولګیده چې ایله ېې نسیم وموند او له هغه سره یې پیژندګلوی وشوه. پلار او زوی یې سره وغږول، هلک من من غوښې اخیستې، نیسم – نوري ته په ټوکه ویل: سعودي کې چې میلمه له لرې وګورو ځان ترې پټوو، ستاسو دې کور آباد وي چې زما د وړوکي زوی لاس نیوی مو کړی، نسیم نه پوهیده چې له نوري څنګه مننه وکړي.
وايي د صبر میوه خوږه وي، د ثنا په درملنې ښایسته موده واوښته، خو بالاخره هغه ورځ راورسېده چې هغه په خپلو پښو روان شي، ثنا کولی شوای بیرته افغانستان ته د خپلې مور غیږې ته ستون شي. د تګ په ورځ یې له خپلو خواخوږو سره په مینه ناکه ژبه مخه ښه وکړه او په چټکو ګامونو د الوتکې په لور وخوځېد.
د نوري ژوند د تیر په څیر روان و، یوه ورځ چې له کاره ستومانه کور ته راغلی و، کرار په کټ کې پرېوت څو دمه جوړه کړي، سترګې یې لا نه وي ورغلې چې ناڅاپه ېې د ټلیفون زنګ وکړنګید، په خوبولو سترګو یې څنګ ته ایښی ټلیفون راواخیست، شنه تڼۍ ېې کېښکوده او هلو یې کړل، د مقابل لوري غږ ورته آشنا تر غوږه شو، هو! د ثنا پلار نسیم و چې مکه معظمه کې ولاړ او نوري ته یې د عمرې حج کاوه، نوري باندې د اکبر په شان خپل کور کې د حج زیری وشو!
دل به دست آر که حج اکبر است
از هزارن کعبه یک دل بهتراست