یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ط د کابل والي: په کابل کې بې حجابي تر حد...

د ط د کابل والي: په کابل کې بې حجابي تر حد اوښتې باید جدي اقدامات وشي

تاند(یکشنبه، د جوزا ۱۵ مه) په داسې حال کې چې پر طالبانو له هر لوري انتقادونه کېږي چې د حجاب په نوم ښځې په کورونو کې محبوسوي او د هغوی بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، د طالبانو د کابل والي مولوي ندا محمد ندیم نن (یکشنبه) د امربالمعروف له مسوولانو سر ه په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې په کابل کې د بې حجابۍ مخه ونیسي.

د طالبانو د حکومت د کابل ولایت له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ملا ندیم د کابل ولایت د امربالمعروف او نهي عن المنکر ريیسانو ته وویل چې په کابل کې بې حجابي «تر حد اوښتې باید د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات ترسره شي.»

د خبرپاڼې پر اساس، دغه ملا همداراز وویل:«موږ باید خپلو پلویانو ته دا وښیو چې د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې د ښځو د حجاب ترڅنګ یې یوه اسلامي ټولنه رامنځته کړې او د کابل اوسنی حالت موږ ته موږ ته قابل برداشت (د زغملو) نه دی او نه يې موږ د ليدلو نور توان او طاقت لرو، هرڅومره چې ژر کيږي بايد کابل ته نوې اسلامي بڼه ورکړو او مثبت تغير په سترګو ووينو.»

د کابل ولایت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي:«… والي په ټينګار سره وويل چې د کابل ولايت په سطحه بايد ژور او مثبت بدلون راوړل شي او هغه څه چې الله ج ورباندي خوشحاليږي په هغه ډول بايد ټولنه جوړه کړو هيڅ ډول بې حجابي راته د زغم وړ نه ده او بايد مخنیوی يې وشي، موږ خپلو خويندو ته د حجاب امر کوو ولي پر غربيانو بده لګيږي، دا زموږ حق دی او دوی ته د مداخلې حق نه ورکوو.»

هغه څه ته چې طالبان اسلامي حجاب وايي، نه یوازې د نړۍ ستر دیني عالمان یې نه مني بلکې اکثر ه افغان دیني عالمان یې هم نه مني، تر دې چې د طالبانو په منځ کې هم ډېر مخالفان لري.

کتونکي وايي چې د طالبانو اصلي واک د کم سواده او په عین حال کې بدوي یا صحرايي ملایانو په لاس کې دی چې د بهرنیانو په اشاره د اسلام د بدنامولو او د افغانستان د دولتولۍ د کمزوري کولو لپاره دا ډول افراطي او غیراسلامي اقدامات عملي کوي.

2 COMMENTS

  1. د صحرائی ( بدَوی – وحشی ) د اصطلاح په لیدلو یوه خبره را یاده سوه:
    زموږ په فولکلوری – ادبی فرهنګ کی ځینی نرم او نسبتاً غیر مرئی سِکسی نظمونه او نثرونه مرسوم وه چی یو له هغو څخه ” ګودر او د ګودر غاړه وه “. په ښارونو کی خو ” ګودر ” شتون نه درلود بلکه ګودر په لیری لیری صحرائی سیمو کی شتون درلود او لڅ موخو پیغلو به د اوبو منګیان پر اوږو او ګودر ته روانی وې او دا د نن ورځی د طالب پلار او نیکه او کاکا او ماما به هم د ګودر پر غاړو قدم واهه او د ” چشم چرانی ” منګیان به ئې پر اوږو ایښی وه.
    د کابل والی او د امربالمعروف رئیسان دی زما غریب دا لاندی علمی او عاطفی سوغات ومنی:
    ” های د آریانا سعید د شا سامان دِ تاسو طالبانو او حقانیانو پر غاړو در کښېږدم “.

    • رب العزت فرمایی؛فبما رحمتِِ من الله لنت لهم و لو کنت فظاََ غلیظ القلب لانفضوا من حولک
      زموږ وروڼه د مسئولیت په بنا ښی مشوری ،وړانډیزونه او توصیی د ښه حکومت کولو لپاره کړی ،ډدی لپاره چې ډدی مومن ملت خدمت وشی او الله رب العزت راضی او موجبات جلب رحمت الهی زموږ ژوند کی زیات شی۰اصلا زموږ ملت،اسلام غواړی ،پرطالب یا نورو مین ندی
      خو داسی ښکاری چې ډیر متدین خلک ورو ،ورو فاصله اخلی ،خلاصه د ملاصاحب خبره کوی ؛این همه ،پیش کله ئ خر،یس خواندن بیش نیست
      بیا هم که بنیادی اصلاح غواړی،معهدونو او پوهنتونو ته مراجعه وکړی یعنی ؛فسئلوا اهل الذکر باندی عمل وکړی ،هغوی د دعوت او اصلاح،فرد،ټولنه او دولت،اسلامی اداره،اقتصاد،سیاست او
      ټول هغه څه چې د اسلامی ټولنی او دولت ضرورت دی ،ډدنیا د معتبرو پوهانو او پوهنتونو نه اخذ او
      کتابخانی پری ډکی دی،درسی نصاب کی د اول نه تر دکتورا پوری ورته ځای ورکړی ،حذف ،تخریب او تحقیر د حل لاره نده۰حوصله،زغم او طویل المدت پلانونه غواړی،دا د سوټی او عجلی کار ندی
      د وروڼو د بدَوی اصطلاح ماته د هغه بدوی حکایت را یاد کړ کوم چې د رسول الله صلی الله علیه و سلم حضور ته راغلی و ،او بیا یی جومات ملوث کړ۰
      نو الله جل جلاله دِ وکړی چې موږ مسجد ، اسلام،انسانیت او افغانیت هغسی پاک وساتو ؛څنګه چې
      ورسره ښایی او محضاََ لله الواحدالقهار
      وما علینا الا البلاغ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب