جمعه, فبروري 6, 2026
Home+جاپاني څېړونکو د انترنیټ د سرعت ریکارډ مات کړ

جاپاني څېړونکو د انترنیټ د سرعت ریکارډ مات کړ

تاند- جاپاڼي څېړونکو  په یوه ثانیه کې د ۱۰۲ پټا بایټه (Pb/s) داټا په لېږدولو د انترنیټ په سرعت کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د جاپاني څېړونکو په دې بریا کې په زړه پورې دا ده چې دا کار یې له نوري فایبر څخه په استفادې کړی دی.

یو پټا بایټ د یو میلیون ګېګابایټ برابر دی؛ د دې معنا دا ده چې نوی ریکارډ په کورونو کې له کارول کېدونکي انترنیټ څخه کابو ۱۰۰ زره برابره چټک دی.

د څېړونکو په وینا په (Pb/s)  سرعت په 8K روزولوشن (روښانوالي) يه ثانیه کې ۱۰ میلیونه ویډیوګانې خپرېدای شي، په بله ژبه، یوازې په ۲ ثانیو کې ۱۰۰۰ د لوړ کیفیت 4J فلمونه ډاونلوډ کېدای شي.

دا ریکارډ د جاپان د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژۍ د ملي موسسې (NICT) د څېړونکو له لوري ثبت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...