سياسي مشرتابه ته پرانستى ليک
ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
ډيرى هغه خلک چې تاسو ورته د امریکا د پاتې شونو په سترګو ګورئ ستاسو دښمنان نه دي او نه هم له تاسو سره د مخالفت په مورد کې فکر کوي. د هغوى اکثريت د خپل لوړ علمي استعداد پر مټ ستاسو ذهنيت لوستلاى، ستاسو تشې حس کولاى او ستاسو نيمګړتياوې درک کولاى شي. هغوى پوهيږي چې ستاسو د موجوده مات ګوډ حکومت نسکورېدل هم هغوى ته زيان رسوي. خداى مکړه که ستاسو حکومت نسکوريږي، لکه د مخکني نظام د چارواکو په شان به ستاسو توغل به هم په ولس باندې تيرېږي او بيه به يې هم ولسونه ورکوي.
په پوره ډاډ سره درته وايم چې عامو ښار مېشتو افغانانو په لمړي سر کې ستاسو راتلو ته محتاطانه خوښي څرګنده کړه. هغه ځکه چې د پخواني نظام له نيمګړتياو فساد او جګړو څخه تر ستوني پورې رسيدلي وو. مګر دغه خلک اوس پوه شول چې د معاصرو علومو په برخه کې ستاسو کړنې ورته د رڼا لارې بندوي او له هرډول نقلي او عقلي معيارونو سره په ټکر کې دي. ستاسو ځينې فرمانونو د ولس زړونه مات کړل. اوس ولس درسره واټن ساتي او هم مو هيواد په نړيواله کچه منزوي شوى دى، خو ستاسو د نظام نسکورېدل نه غواړي ځکه چې پوهيږي چې لاهم بديل نلري.
نيمګړى دولتي جوړښت، د بنسټونو اوسنى ناوړه حالت، نړيواله انزوا او اقتصادي بدحالي، نه ستاسو په خير دى نه د ولس او نه هم د هيواد د ګټو د خوندیتوب لاره ده. دلته لاهم متأسفانه د تيرو شلو کلونو په مهال په سترو ښارونو کې عامو اوسيدونکو ته د امریکا د پاتې شونو په سترګه کتل کيږي.
مشرانو ته مو مشوره داده چې تللي پريږدئ. هغوى بيرته نه راځي. که احياناً څوک راځي نو هغه په خپله رضا او رغبت د خپلو ملکيتونو او نورو شخصي بوختياو لپاره راځي. ښه به داوي چې په خپلو رويو کې بدلون راوړل شي، د مسلکي خلکو د انفکاک لړۍ ختمه شي.
موږ وليدل چې ستاسو په ګډون ډير بخت ازمويونکي راغلل، کابل يې ونيوه، زور ځواک او دبدبه يې درلوده په سلګونو زره افغانان يې ووژل، خو نن يې نښې هم نشته. د ولس د زړونو په خپلولو او د نظام په جوړولو کې پاتې راغلل. تاسو هم د دوهم ځل لپاره راغلاست. اوس باید پوه شوي ياست چې د کابل نيولو او په ولس باندې د حکومت کولو ترمنځ ستر توپیر شتون لري.
د تيرو شلو کلونو په اوږدو کې دلته ازاد خپلواک او په هسک افغاني غرور سمبال خلک اوسيدلي دي او لاهم اوسيږي چې د افغانيت شمله يې د هر پردي او ګوډاګي په وړاندي هسکه ساتلې ده. خپلو افرادو ته مو کلکه توصیه وکړئ چې افغانان د هغوى غلامان نه بلکې ددغې سپيڅلي خاورې اصيل بچيان دي. ددې پرځاى چې تاسو بهر ته تللي خلک بيرته راتلو ته وهڅوئ، ښه ده چې د دلته پاتې افغانانو د عزت عفت مال او انساني حقونو خيال وساتئ او باور يې ترلاسه کړئ.
د معلوماتي تيکنالوژي په اوسني وخت کې د زور حکومتونه ناکام حکومتونه دي او افغانستان شمالي کوریا هم نشي کيداى. افغانستان له ستونځو ډکې ننګونې او بحرانونه په مخکې لري. افغانان د ژوند په هره برخه کې دومره نيمګړتياوې مجبوريتونه او اړتیاوې لري چې ستاسو په ګډون هيڅ سياسي او نظامي اړخ يې په يوازې سر نشي سمبالولاى.
همدا اوس موږ له ګاونډيانو او نړيوالو سره څو ډوله ستونځې لرو. په ځانګړي ډول له امریکا سره زموږ ستونځه ننګونې راپورته کولاى شي. په ښکنځلو ګواښونو او سپکو سپورو ويلو د هيڅ رنځ درملنه نه کيږي. موږ په سياسي اقتصادي ټولنيزو مسلکي او ساينسي برخو کې محتاج هيواد يو. که د امریکا او چین، روسيې او اروپا، ايران او سعودي، پاکستان او هندوستان ترمنځ زموږ اړيکې انډوليزې بې پرې او شته حساسیتونو ته د کتو پربنسټ ولاړې نه وي، موږ متأسفانه د پرمختللي سوکاله او د يو موټي افغانستان خوب نشو ليداى.
د افغانستان تاريخ په ځينو مواردو کې د برياو او په ځينو زماني مقاطعو کې د ماتو په وينو ليکل شوى دى. کله چې څوک د ماتېدو خوند وڅکي، نو د بريا ترلاسه کولو لپاره يوازې يوه لاره لري. هغه دا چې پورته شي او د بريا لپاره بيا مبارزه پيل کړي
موږ له کلونو راهیسې د خپلواکي او ازادي په نوم جګړه کوو، خو متأسفانه د ازادي او خپلواکي په نوم له ډيرو جګړو وروسته هم د خپلواکي له هغې کچې څخه ښکته يو چې پنځه څلوېښت کاله وړاندې مو درلوده. اوس خپلواکي د ملتونو او هيوادونو د احتياج په تله کې تلل کيږي او زموږ د احتياج د کچې د معلومولو لپاره زموږ په پولو کې پرديو هيوادونو ته د اوښتو په مهال د افغانانو له بوږنونکې او ځوروونکي حالت څخه ښه اتکل کيږي.
موږ ته کله کله سهواً خپل هېواد د پراخو اوبلنو زيرمو، د انرژي سرچینو، له ځمکې لاندې قيمتي معدني توکو درلودلو له امله غني ښکاره شي او نړيوال مجبور ګڼو چې موږ ته د همدغو اقتصادي زيرمو درلودلو له امله امتیاز راکړي. دا سمه ده چې موږ په بالقوه توګه يو غني هيواد لرو، خو د يوه غني بسيا او پرمختللي هيواد تر منزل پورې له رسېدو وړاندې اوږده مزلونه لرو. زموږ ټولنيز ذهنيت بدلون ته اړتیا لري او ټرانسپورټي سيستم، بشري سرچينې، تيکنالوژي ښه مدیریت او سترو بهرنیو پانګونو ته اړتیا لري.
افريقا هم د اوبو، اکسیجن ځنګلونو تيلو او قيمتي ډبرو درلودلو له امله غني لويه وچه ده، خو د افريقا ځوانان د بيکاري فقر لوږې، سياسي شخړو او امنیت د نشتون له امله د غربت ژوند تيروي او کله کله خپلو خوبونو ته د تعبير موندلو لپاره لويديځ ته د خطرونو په منلو سره د تلو هڅه کوي.
له اوسني ناورين څخه د هيواد د ژغورنې لپاره اړينه ده چې د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره بيه وټاکو! طبعي خبره ده چې د ممکنه ناورينونو د وخامت او ضخامت کچې ته په کتو، نه يوازې اسلامي امارت بلکې هيڅ افغاني اړخ له ملي يووالي، ملي اجماع او پياوړي ملي هوډ پرته د راتلونکي توپان د مخنیوي او ستونځو حل ظرفیت نه لري.
سپارښتنه مو داده چې که د ملي اجماع ملي حکومت او ملي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره اراده شتون ولري او په دغه تړاو په کوم نوښت باندي کار کيږي نو خورا اړینه ده چې تر ډيره حده زموږ د عنعنوي لوېې جرګې په معيارونو برابره وي، د ملت د استازيتوب ځانګړتیاوې او مواصفات ولري. په دغه هکله مهندسي شوي او ننداره ايز نوښت به مو ستونځه نوره هم ژوره کړي او د سترې فاجعې د رامنځته کيدو لامل شي.
سلام
اجازه راکړې زه یو څو ژوندی مثالونه له تاسې محترم او قدرمنو لوستونکو سره شریک کړم. دا روښانه حقیقت دی چې په زور کلی نه کیږی او تر اوسه پورې یې چا په نړۍ کې کوم مثال نه دی لیدلی. داسلامی کلیمه جمهوریت درلوده او اوس یې امارت هم لری توپیر يې په څه کې دی؟هغه وخت که یو سرپرست وزیر ماستر او داکتر وه خو فاسد او کرپت وه ! اوس سرپرست وزیر مطلق بیسواد او غیر مسلکی هسې په نوم دخود خواهی اوشهرت لپاره ناست دی چې دغه عمل له اسلامی کلیمې سره سل په سلو کې په ټکر کې دی او انحصار ګنل کیږی چې په ډاګه دفساد بشبړه برخه جوړوی ایا شرعا جواز لری؟
دې کې شک نشته چې دامر بالمعروف او نهی عن المنکر معنوی اهمیت لوړ دی خو اکثریت مسلمان ولس له دې نه بې خبره هم نه دی ددې امر او نهی اسلامی ،عرفانی ، فرهنګی ، اخلاقی او تربیوی اړخ او بنه ځان ته اصول او مدیریت غواړی دادماشوم«عاکف» شخصی ابتکار او قرار داد نه ده چې دهرچاتر پوزې راورسېده لا اکراه فی الدین …….عاکف مبالغه هم کوی چې ما لس کاله تدریس کړی اوپه کمپیوتر هم پوهیږم. وایی دیوارها موش دارد وموش ها ګوش دارد! نو دریاضی په چوکاټ کې کله چې امریکایانو به افغانستان تجاوز وکړعاکف وایی زه یولس کلن وم برابر نه راځی.عاکف دټولنې اخلاقی اړخ په بې تجربه ګی اماتوری موقف کې تهدیدوی.
د تودو سړو یخو او نورو خبرو اوبحثونو داسی معلومیږی چې اسلامی امارت عمدا دغه سیستم محدودوی او دانحصار لوری ته یی کشوی لس میاشتې تقریبا کال دی کومو بېړنو کارونو چې لومړیتوب درلود په ټپه ولاړ دی بهرنی سیاست نه لیدل کیږی.احساساتی ګواښونه ، لافې او هیاهو لکه توریالی همت موږ کوم ځای ته نه رسوی او نه دحل لاره ده هکذا دانور و کاسه او کپریو څخه هم څه نه جوړیږی اوس لا هم سروخت دی چې ددې ملت ملی زعامت او مستقبل ته لومړی د کورنی مشروعیت لاره وموندل شی او بیابهرنی
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
متأسفانه موږ د واک د حرص په تنور کې سوځو او د واک لپاره مو په سوسياليزم جهاد ديموکراسي او اسلام باندې ملنډې ووهلې. سوسياليزم او ديموکراسي خو دى هسې ورکه خو ويريږم چې هسې له څه وخت وروسته ځوانان ووايي چې د محراب او منبر خلکو زموږ هېواد خراب کړ ملت يې سوال ته کيناوه او ارزښتونو ته يې زيان واړاوه
سلامونه او نیکی هیلی وحید صیب،
کچیری موږ او تاسی تیر ۴۵ کلن او ۲۰ کلن جنګی تاریخ ته وګورو، دا راته ښکاریږی چی موږ تل فکر کړی پخوانی شوری اتحاد زموږ په تش لاس مات کړ مګر فکر نه کوی چی دا د امریکا دسټنګرو زور وو چی خپل دښمن یی په تا باندی مات کړ او د پروژی مسول همدا پنجاب وو
اوسنی طالبان فکر کوی چی امریکا موږ مات کړ مګر فکر نه کوی چی امریکا ولی راغلله او په څه ډول راغلله او چا ورته لاره هواره کړ او د نظامی تجهیزاتو لپاره لاره او هوایی ډګرونه چا په واک کی ورکړل، او ګټه چا وکړه، آیا رښتیا موږ دومره پیاوړی یو چی امریکا او ناټو چی د اتومی ځواک څښتن دی زموږ له لوری مات شول، کچیری ځواب بلی وی نو موږ ولی د پنجاب په یرغل باندی چی په خوست او کنړ کی په تیره میاشت کی وکړ ولی بی ځوابه پاتی شو، کچیری معامله شوی له امریکا سره نو بیا ولی د دوحی دا معامله چی دواړه طرفه یی په رسانیو کی زمزمه کوی ولی افغان ولس ته نه روښانه کوی ترڅو ولس پوه شی چی دا پټی خبری او پټی معاملی څه دی چی ولس لا تر اوسه پری خبر ندی؟
آیا موږ دا توانایی لرو چی له نړی سره د ۴۵ کلنی جنګی جرایمو په اړه ورسره محاسبه وکړو حداقل له نړیوالو باندی یی دمحکمی کولو غوښتنه وکړو ، ولی نړیوال زموږ غږ پدی ۴۵ کلن او ۲۰ تاریخ کی ندی اوریدلی، آیا موږ نړیوال رسمیت نلرو یعنی دا ولس او افغانستان که موږ خپل اصلی ځان ندی پیژندلی، او تنها په زنده باد او مرده باد کی مو تیر کړی آیا په زنده باد او مرده باد باندی ژوند تیریږی، آیا نوره نړی هم همدا ناری د زنده باد او مرده باد وهی که له نوی تکنالوژی کار اخلی او خپل حریف د نړیوالو اصولو ته په کتو په خبرو او استدلال ملامت کوی، آیا موږ کولای شو تنها د پاکستان په اړه نړیوالو باندی خپل شکایت ومنو او دا هیواد نړیوالی محکمی ته کش کړو او ددی ۴۵ او ۲۰ کلنی جګړی تاوان او غرامت تری وغواړو؟ ولی نړی را سره نه منی، کچیری یی نه منی بل انتخاب هم لرو ، نو ولی زموږ سیاسیون بیا خپل هیواد ته د مور خطاب کوی مګر په اصل کی همدوی جفا کوی،
اوس چی ګورو هغه چارواکی چی د جمهوریت په نظام کی یا تیر کمونستی نظام کی کار کاوو تل به یی ویل چی پاکستان د جنګی ډلو ټپلو ټاټوبی ده مګر چی کله تیر مجاهدین کابل ته راغلل همغه شهنواز تڼی د پاکستان کس وخوت او همدارنګه همغه کسان چی طالبان یی د پاکستان لاسپوڅی بلل د پاکستان PIA طیاره کی د کابل څخه پاکستان ته لاړل، اجازه د پرواز چا ورکړ همدی طالب، له پاکستان ترکیی ته ورسیدل اوس یی هلته د همدی طالب پر ضد خبری کوی او له نړیوالو سره د افغانستان د راتلوونکی په اړه غونډی نیسی او ورباندی خبری کوی بیا دلته اوس طالبان د دوی د بیرته را ستنیدلو را پخلا کولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړی، کچیری ښه کسان نو ولی مو د هغوی د وژلو لپاره فتوا صادرولی ، کچیری بد کسان نو ولی مو پاکستان ته پریښودل ، کچیری بد کسان دی ولی بیرته را غواړی او د غنی په شان ګډ حکومت ورسره جوړوی یعنی په خپل اسلامی امارت کی سیاسی ونډه ورکوی، نو کچیری دا یوه سناریو وی نو بیا د تیر نظام همغه کسانو ولی طالبان د پآکستان لاسپوڅی بلل ، مګر دوی د همغه پاکستان په طیاره کی پاکستان لاړل،
له ټولو څخه می هیله ده چی ولس نور مه وژنه ځکه هر انسان او ژوندی لپاره مرګ راځی او الله تعالی د قیامت په ورځ زموږ او تاسی د خپلو کړو اعمالو پوښتنه کوی او هر عمل په نیت پوری تړاو لری که ښه عمل کوی او نیت دی ریا وی نو بیا په اسلام کی ناروا ده،
سلامونه او احترامات مې ومنئ جناب ګل محمد صاحب
شک نه لرم چې زموږ ولس له دين او خاورې سره مينه لري. ددغو ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل سرونه هم قرباني کوي او دغه واقعیت يې د ثبوت تر کچې پورې رسولى هم دى. مګر دغه حقیقت هم انکار نه منونکى دى چې پرديو هر وخت د اړتیا په صورت کې زموږ دغه اړخ د خپلو ګټو په محورراڅرخولى دى او موږ د جګړو په ډګر کې ګټلي بريا د کمزوري سياسي مشرتابه له امله د سياست په ډګر کې له لاسه ورکړي ده.
متأسفانه له دين او هيواد سره زموږ مينه او د پوهې سنجيدګي او تدبیر په برخه کې زموږ نيمګړتياوې دومره د پرديو موخو لپاره وکارول شوى چى اوس موږ په دواړو خواو کې د مقابل لوري په ژوندى پاتې کېدو نه بلکې د وژلو لپاره يې جواز لټوو او د جواز ورکولو اختيار متأسفانه کله کله له پرديو سره وتړل شي.
مننه