Homeخبرونهامريکايي انسټیټیوټ له ط- انو سره د خپل هېواد د تعامل غوښتنه...

امريکايي انسټیټیوټ له ط- انو سره د خپل هېواد د تعامل غوښتنه وکړه

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏د رند په نوم یوې امریکايي فکر خونې د یوه تازه راپور له خپرولو سره امریکايي چارواکو نه غوښتي، چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو سره تعامل وکړي.

دغه انسټیټیوټ په دې راپور کې، چې يو لیکوال ېې د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی استازی جیمز ډابنز دی، ويلي: « امریکا د طالبانو پر وړاندې درې انتخابه لري: تعامل، انزوا او مخالفت)).

سرچينه زياتوي، چې تعامل به له دې درې واړو انتخابونو څخه ښه انتخاب وي، چې دوی یې غوښتنه لري.

په راپور کې د افغانستان د بشري ناورين او عاجلو مرستو اړتيا ته اشاره شوې او هم ټينګار شوی، چې طالبان پياوړي وو، ځکه يې د بهرنيو ځواکونو د وتو له نېټې پوره کيدو سره کابل ډېر ژر ونيوه.

د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د ارګ ماڼۍ يوې سرچينې تاند ته وويل، چې په رند انسټیټیوټ کې د امریکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد مېرمنه له اصلي ونډه والو څخه وه.

د سرچينې د معلوماتو په اساس، دغه انسټیټیوټ د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د واک ته ګرځولو لپاره زلمي خليلزاد سره ګډې پروژې مخته وړلې او له دې کبله ولسمشر غني زلمي خليلزاد ته د يوې ټليفوني مکالمې په ترڅ کې رسمي اعتراض کړی و.

1 COMMENT

  1. افغانان هغه وخت په امریکا باوری کیږی چی د افغانانو ته یی نور ضرر نه رسیږی، چی کله همدا امریکا د پاکستان پر پوځ او استخباراتو باندی داسی بندیز ولګوی لکه د سپاه پاسداران ایران، او له پاکستان څخه ټول ورکړی پورونه واخلی او نوم یی تورلیست ته خطا کړی او نړیوالی جنایی او جنګی جرمی محکمی ته د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران ور وپیژنی نو بیا موږ حد اقل ۵۰ سلنه اطمنان لاسته راوړو چی امریکا نور زموږ له وژلو او د دښمنی له سیاست او پالیسی څخه کار نه اخلی ځکه همدا اوس د افغانستان په فضا د پاکستان له خاوری د شپی له لوری د پاکستان سره نږدی ولایاتو کی د دوی نظامی او ډرون طیاری ګزمی کوی نو څنګه موږ باور وکړو چی امریکا زموږ د وژلو او بربادولو پلان نلری، یو څه چی غواړم ووایم هغه دادی کچیری نړی له موږ سره د واقعی او حقیقی او په متقابل احترام په شکل سیاست کوی باید د دوی سره خپلو ملی ارزښتونو او ګټو ته په کتو، سیاسی او تجارتی اړیکی وساتو مګر داسی نه چی هغه هره ورځ زموږ د وژلو لپاره پلان جوړوی او زموږ مشران بیا ووایی چی موږ ملی مصلحت په کتو سره په وړاندی هیڅ هم نشو کولای ، لازمه ده چی دا ډول چارواکو ته د دوی مشاورینو له لوری ملی مصلحت تعریف وشی او د ګاونډیو هیوادونو شوم اهداف ورته ور وپیژندل شی. تاریخ ګواه دی او زموږ هر وینا او کردار په زموږ راتلوونکی نسل ګوری او د خاین او خادم ترمینځ به فکر کوی او هر انسان ته مرګ راځی او الله تعالی موږ سره زموږ د اعمالو په اساس حساب او کتاب کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...