شنبه, دسمبر 20, 2025
Home+هندي سندرغاړی له کنسرته سمدستي وروسته ومړ

هندي سندرغاړی له کنسرته سمدستي وروسته ومړ

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۶ مه) یوه مشهور هندي سندرغاړي مریشناکومار کونات له کنسرته یو ساعت وروسته په مرموز ډول د ۵۳ کلونو په عمر سا ورکړه.

نوموړي، چې په کې کې (K.K) مشهور و، د سې شنبې په ورځ (مې ۳۱) د کلکتې په نزرول مانچا کې کنسرت ورکړ، د سندرو ویلو په مهال یې هم حال ښه نه و.

هندي رسنۍ وايي چې کې کې د کنسرت له هاله هوټل ته لاړ، ډېر یخ یې کېده او ویل یې چې په ټټر کې درد احساسوي خو مخکې تر دې چې روغتون ته ورسېږي، په لاره یې سا ورکړه.

د کې کې د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې لیدل کېږي چې د نوموړي حال ښه نه دی.

ټاکل شوې ده چې د ده د طبي معاینې نتیجه ژر څرګنده شي. پولیسو ویلي چې د کې کې د مرګ د علت په اړه څېړنه کوي. خو ظاهراً نوموړی د زړه په سکتې مړ شوی دی.

کې کې، چې په ۱۹۶۸ م کال په ډیلي کې زېږېدلی، مخکې تر دې چې په سندرو پیل وکړي، په اعلانونو کې کار کاوه. ده د هند په بېلابېلو ژبو لکه هندي، تامیلي، تیلګو او کاناده سندرې ویلي دي.

له کې کې (مریشناکومار کونات) ښځه، یو زوی او یوه لور پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان...