چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنه او منځنۍ اسیا د افغانستان په اړه ګډه تګلاره جوړوي

اروپايي ټولنه او منځنۍ اسیا د افغانستان په اړه ګډه تګلاره جوړوي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏‏اروپايي ټولنه وايي، چې له منځنۍ اسیا سره په ګډه د افغانستان په اړه د مشترکې پالېسۍ په جوړولو کار کوي.

په دې اړه پرون د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازو او د منځنۍ اسیا د هېوادونو چارواکو د قزاقستان په مرکز الماتا ښار کې غونډه کړې.

په دې غونډه کې د افغانستان د هر اړخیز وضعیت او په دې اړه یوې ګډې تګلارې ته د رسېدو په اړه بحثونه شوي دي.

‏د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې دوی په دې غونډه کې د افغاستان د اقتصاد، د نجونو د تعلیم او کار ته د مېرمنو پر بېرته ورستنېد خبرې کړې دي.

اروپايي ټولنې مخکې په ازبکستان کې، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په اړه د يوه مرکز د جوړولو خبر هم ورکړی و.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته د افغانستان ګاونډي هېوادونه د نړيوالو ډېره پاملرنه جلب کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی