جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد WFP خبرداری، افغانستان کې قيمتي او فقر نور هم په زياتيدو...

د WFP خبرداری، افغانستان کې قيمتي او فقر نور هم په زياتيدو دي

تاند(چار شنبه، د جوزا ۱۱ مه) ‏‏‏‏ د خوړو نړيوال سازمان (WFP) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې لوږه او د توکیو قيمتي دواړه په شدت سره مخ په بره روان دي.

د دغه سازمان اجراييوي رييس ډیوید بیزلي وايي، چې په روانه ميلادي مياشت کې ۱۸ میلیونه افغانان عاجلو خوراکي مرستو ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، دغه سازمان یوازې ۱۰ میلیونه افغانانو ته مرستې رسولی شي.

هغه وړاندې لیکلي، چې په افغانستان کې د سون توکيو، ترانسپورت او نورو توکيو بيې ورځ تر بلې په لوړیدو دي.

د نړيوال خوراکي پروګرام اجراييوي مشر دغه راز لیکلي:« دمګړۍ له وږیو ډوډۍ اخلو، چې نور وږي پرې ماړه کړو.»

 د ملګرو ملتونو د مختلفو ادارو د ارقامو له مخې تر ۲۰ میلیونه زيات افغانان کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

طالبان بيا په دې کچه د فقر د ارقامو شدت ردوي او وايي، چې په دې تړاو له مبالغو ډک تبلیغات کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نورو دلایلو تر څنګ د فقر او بيکارۍ له کبله هم هره ورځ په زرګونه افغانان له مختلفو خطرناکو لارو اففانستان نه وځي او نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...