Homeخبرونهملا دلاور هېواد ته د افغان شخصیتونو د ستنیدو لایحه اعلان کړه

ملا دلاور هېواد ته د افغان شخصیتونو د ستنیدو لایحه اعلان کړه

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) له افغان شخصیتونو سره د اړيکو او هېواد ته د بیرته ستنیدو په اړه یې د طالبانو کمیسیون نن خپله کاري تګلاره اعلان کړه.

د‌ دغه کمیسیون رییس او د طالبانو د معادن او پټرولیم وزیر مولوي شهاب الدين دلاور په دې اړه جوړه شوې خبري ناسته کې وويل، چې راستنيدونکو افغان شخصیتونو ته د امنيتي خونديتوب تر څنګ ځینې امتیازات هم ورکول کېږي.

د هغه په وینا، د طالبانو حکومت به د ستنیدونکو افغان شخصیتونو مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي.

هغه په دې اړه نور جزییات ورنه کړل.

مخکې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي ویلي وو، چې افغان سیاستوال او پخواني چارواکي بیرته هېواد ته ستنیدای شي، خو د وزارتونو او نورو لوړو څوکيو تمه دې نه کوي.

د طالبانو د یاد شوي کمېسيون د کاري تګلارې له اعلان سره په یوه ورځ د طالبانو د امر بالمعروف وزیر شېخ محمد خالد پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د يوې نیوکې په غبرګون کې په سپکونکې لهجه غبرګون ښودلی.

کرزي د ټلویزیونونو له ښځينه وياندويانو غوښتي وو، چې د مخ پټولو او ماسک اچولو په اړه د طالبانو غوښتنه ونه مني.

طالب وزير د کرزي په غبرګون کې وويل، چې هغه ۲۰ کاله د بهرنيانو د خوشالولو لپاره افغان ښځو ته ازادي غوښته، خو خپله مېرمنه یې له رسنيو لیرې په کور کې ساتلې وه.

ځینې شنونکي بيا وايي، چې کرزي سره د داسې چلند او هم یې بهرنيو سفرونو ته د نه اجازې په صورت کې طالبانو ته سخته ده، چې نور سیاستوال هېواد ته په ستنېدو قانع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...