دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد م.م ځانګړې استازې: ط- ان د حکومتولۍ کوم پروګرام نه لري

د م.م ځانګړې استازې: ط- ان د حکومتولۍ کوم پروګرام نه لري

تاند(شنبه، د ثور ۳۱ مه) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن ديبورا لاينز وايي، چې طالبان تر اوسه د افغانستان د چارو مدیریت او اقتصادي مسایلو ته کوم پروګرام نه لري.

نوموړې په دې اړه له طالب مشرانو سره د تعامل او خبرو په دوام ټينګار کړی، څو په خبره یې وپوهیږي چې طالبان څه غواړي او څنګه ګډ کار ورسره کیدای شي.

مېرمن لاینز د خپلو پخوانيو څرګندونو له تکرار سره یو ځل بیا ويلي، چې طالبان د نړۍ پر مخ يوازيني حاکمان دي چې نجونې زده کړو ته نه پریږدي.

طالبانو د نوموړې دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

پر طالبانو د ډېرو منتقدینو او افغانانو نیوکه همدا ده، چې خپله د حکومتولۍ په چارو نه پوهیږي او حتا غیر سیاسي مسلکي خلکو ته غوږ نه ږدي، چې د حکومتولۍ په اړوندو چارو یې وپوهوي.

د منتقدینو په باور، د طالبانو له واکمنیدو سره د افغانستان اداري نظام او جوړښتونه یې د پاشتليا په حال کې دي.

دوی د دغې پاشتليا اصلي دلیل د طالبانو له لوري د واک انحصار او بشپړه ملا واکي ګڼي.

طالبان بيا خپل حکومت ټول ګډونه او له مسلکي ظرفیتونو جوړ بولي.

1 COMMENT

  1. ولی يی نه لری
    ایا هر سهار او ماښام د ښځو او نجونو په په هګله د امیر الحرامییون فرمانونه په حکومت ولۍ او مدیریت کی نه شمیرل کیږی؟

    کله چی تالبان د ښځو او نجونو مشکلات حل کړی نو بیا به سړو ته را وزګار شی او د تالبانو په چیک پوستونو کی به ورله د تکبیر په چغه د ولادمیر پوتین د پریکولو بندوبست کوی
    چی ټول سړی يی په شرعی ډول سنت کړل نو د لوړو تحصیلاتو د ختمولو وزیر به ورته د فراغت سند ورکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب