سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور په اړه د پینتاګون...

په افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور په اړه د پینتاګون راپور

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۷ مه) د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون له تازه راپور سره سم، له افغانستانه د امریکايي پوخیانو له وتلو وروسته ښايي القاعده شبکه په افغانستان کې پیاوړې شوې وي.

د نیوزویک د راپور له مخې، د دفاع وزارت د عمومي سرمفتش، چې په افغانستان کې د امریکا عملیات څاري، په راپور کې اندېښنه څرګنده شوې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په دې هیواد کې ممکن تروریزم په بره روان وي.

راپور د امریکا د مرکزي قوماندانۍ هغې وړاندوینې ته اشاره کوي چې طالبان احتمالاً په راتلونکو یو یا دوو کلونو کې پر القاعده شبکې خپل کنټرول له لاسه ورکړي.

راپور زیاتوي چې اسانتیاوې به ښايي القاعده شبکې ته د تګ راتګ او همداراز د روزنې او په نتیجه کې یې د بهرنیو عملیاتو ازادي په لاس ورکړي خو داسې ښکاري چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د القاعده شبکې حضور لا په ټیټه کچه دی.

په همدې حال کې د پنتاګون سرمفتش له لېرې یا له افقه په افغانستان کې د عملیاتو په لار کې خنډونه ویني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب