سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Home+یو انځور په ۱۹۵ میلیون ډالره وپلورل شو

یو انځور په ۱۹۵ میلیون ډالره وپلورل شو

تاند- روانه اوونۍ د اندي وارهول (Andy Warhol) په لاس کښل شوی مشهور انځور (مریلین مونرو) د نیویارک د کریسټیز (Christie’s) موسسې په لیلام کې په ۱۹۵ ملیون ډالره وپلورل شو.

دا د شلمې پیړۍ د یوه هنري اثر لپاره تر ټولو لوړه بیه ده چې تر اوسه پلورل کېږي.

دا انځور، چې یو سمبولیک اثر دی، د هالیووډ د راښکوونکې ستورې مریلین مونرو ( Marilyn Monroe ) له مړینې دوه کاله وروسته په ۱۹۶۴ م کال کښل شوی دی.

په لیلام کې یوازې څلور دقیقې تېرې نه وې چې کریسټیز موسسې اعلان وکړ چې انځور پلورل شوی دی.

د کریسټیز موسسې لسګونه استازي او دایمي مشتریان په یوه کوچنۍ خونه کې راټول شوي وو او د موبایل ټېلفون له لارې یې خپلو مشرانو یا مدیرانو ته د لیلام په اړه معلومات ورکول.

کریسټیز موسسې د لیلام په پای کې اعلان وکړ چې د ګټونکي بیه په همدې خونه کې اعلان شوې ده.

دې موسسې لیلام ته د انځور تر ایښودو مخکې د هغه بیه کابو ۲۰۰ ملیون ډالره اټکل کړې وه.

که څه هم د مریلین مونرو رسم په هومره بیه چې اټکل ورته شوی و، ونه پلورل شو خو د شلمې پېړۍ د مخکنیو پلورل شویو انځورونو د بیې ریکارډ یې مات کړ.

تر دې وړاندې د (الجزایر ښځې) په نوم د پیکاسو په لاس کښل شوی انځور، چې په ۲۰۱۵ م کال وپلورل شو، تر ټولو د قیمتي انځور ریکارډ جوړ کړی و.

خو د ټولو هنري دورو د اثارو د بیې تر ټولو لوی ریکارډ د لیوناردو داوینچې د انځور دی.

د داوینچې په لاس کښل شوی دا انځور (سالواتور موندي) یا د نړۍ ژغورونکی نومېږي او په ۲۰۱۷ م کال په ۴۵۰ ملیون ډالره وپلورل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب