یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې ۳ نيم سوه بورۍ چاودېدونکي توکي نیول شوي

ننګرهار کې ۳ نيم سوه بورۍ چاودېدونکي توکي نیول شوي

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) ‏‏په ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو رئيس ډاکتر بشير وايي چې ددې ولايت په مربوطاتو کې يې د کونړ ولايت مسئولينو په همکارۍ په يو باروړونکي موټر کې درې تنو سره ۳۵۰ بورۍ امونيم نايتريت او نور چاوديدونکي توکي نيولي دي.

نوموړی زياتوي: دا کسان به د قانوني اجراتو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

طالبانو د ‌دغو چاوديدونکو توکيو او نیول شویو کسانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

کونړ او ننګرهار ولايتونه، چې له دغو توکيو سره یې د تړاو يادونه شوې، دواړه د داعش ډلې له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېږي.

طالبان په وروستيو کې د خپلو مخالفو ډلو د بریدونو له زياتوالي انديښمن ښکاري.

څو ورځې مخکې د دوی د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، چې د کابل ښار په دروازو کې د نا امنۍ پېښو د مخنيوي لپاره جدي پلټنې پیل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب