یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهامر بالمعروف د فامیلي هوټلونو د تړل کیدو خبرونه رد کړل

امر بالمعروف د فامیلي هوټلونو د تړل کیدو خبرونه رد کړل

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) ‏د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په هرات کې پر هوټلونو دبندیز په اړه د یو شمېر رسنیو راپورونه رد کړل.

 تر دې مخکې یو شمېر رسنیو د ځايي خلکو له قوله ویلي و، چې د هرات په هوټلونو او رستورانتونو کې دکورنیو پر راغونډېدلو او دنارینه او ښځینه په یوځای خوراک کولو بندیز لګول شوی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یوه مقام په خپره کړې ویډیو کې ويلي، چې دا خبرونه بې بنسټه دي.

دغه طالب مقام ویلي، چې کورنۍ د هوټلونو تر څنګ ښار ته په ګډه تلای شي او دوی ورسره کومه ستونزه نه لري.

 د طالبانو د حکومت له بيا واکمنیدو سره، د دوی ډېر قيودات د امر بالمعروف وزارت له لوري اعلان او څارل کېږي، چې تر ډېره د ښځو پر ژوند او فعاليتونو متمرکز دي.

د طالبانو د حقاني شبکې یوه منځلاري او شاعر مشر انس حقاني څو ورځې مخکې له امر بالمعروف وزارت څخه وغوښتل، چې خلکو سره توند چلند ونه کړي، ځکه په خبره یې دغسې چلند به له اسلام څخه خلک زړه توري کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب