یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل: له بالاحصاره خپلسري قبرونه او غاصبان ویستل کیږي

کابل: له بالاحصاره خپلسري قبرونه او غاصبان ویستل کیږي

تاند:(جمعه، د ثور در ويشتمه) د کابل ښاروالۍ لپاره د طالبانو چارواکو ویلي، چې د بالا حصار سیمه به له خپلسرو قبرونو او غاصبانو څخه پاکه کړي.

چارواکو د دې کار هدف د تاریخي ارزښتونو، سیمو او آبداتو ساتنه ښودلې ده.

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد وايي یاده سیمه په تیرو کلونو کې د یو شمیر اشخاصو له لوري غصب شوې ده او هلته خپلسري قبرونه جوړ شوي دي.

نوموړی وايي د یادې سیمې تاریخي ارزښت ته په کتو د کابل ښار یوه ځانګړې سیمه بلل کیږي چې د اغا خان بنسټ له لوري به د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتوري وزارت په مرسته بیا ورغول شي.

قاري جواد زیاتوي، ښاریان باید هلته خپل مړي خښ نه کړي او هرڅومره ژر باید یاده سیمه د خپلو مړو له جسدونو پاکه کړي، کنه په د لیږد په اړه به یې کابل ښاروالي ګام واخلي.

طالب سرچینو دا هم ويلي، چې د اطلاعاتو او کلتوري وزارت او کابل ښاروالۍ د رهبرۍ د پریکړې له مخې د لومړی ناحیې او کلتوري چارو ریاست او ګذر وکیلانو ته دنده سپارل شوې ده څو له دې ځایه قبرونه ولیږدوي.

ځايي خلکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د‌ طالبانو له داسې اقداماتو سره ځینې خلک موافق نه دي او له لومړبتوبونو څخه لیرې عمل یې ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب