شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد متحده عربي اماراتو د دولت ريیس وفات شو

د متحده عربي اماراتو د دولت ريیس وفات شو

تاند (جمعه، د ثور ۲۳ مه) د متحده عربي اماراتو دولتمشر شیخ خلیفه بن زاید النهیان نن (جمعه) د ۷۳ کلونو په عمر وفات شو.

د متحده عربي اماراتو د رسمي خبري اژانس وام د راپور له مخې، نوموړی د دغه هیواد دوهم ريیس یا دولتمشر و.

د دولتمشرۍ د وزارت پر اساس، سر له نن جمعې څخه به په متحده عربي اماراتو کې د ۴۰ ورځو لپاره د ویر په توګه د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د شیخ خلیفه بن زاید النهیان د مړینې په خاطر به د وزارتونو په شمول ټولې دولتي ادارې، سیمه ییزې ادارې، موسسې او همداراز سوداګري سیکتور د درو ورځو په مخه بند وي.

1 COMMENT

  1. چندان سړی نه و اسلام سره یی مینه نه وه داسی شیخان عیاش او فاسق دی فلسطین او نورو مسلمانو سره یی یو درهم و دینار کمک ونکړ خو د اروپا او امریکا په سفرونو یی میلیونونه لګول امزیکاییان یی خپل وطن کی دیره کړی و

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب