یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهنوښار کې د خوشال بابا مجسمه ماته شوې

نوښار کې د خوشال بابا مجسمه ماته شوې

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) ‏‏راپورونه وايي، چې د پاکستان تر واک لاندې د پښتونخوا ولايت په نوښار ولسوالۍ کې د پښتنو د ستر اتل او سترې پانګې خوشال خان خټک ( خوشال بابا) مجسمه ناڅرګندو کسانو ماته کړې ده.

معلومه نه ده، چې دا کار چا ترسره کړی، خو پښتانه ملت پال یې په غوسه کړي دي.

يو شمېر ملتپالو په دې کار کې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ډلو د لاس لرلو ادعا کړې او ویلي، چې دغه لوري په داسې حساسو مسايلو غواړي پښتانه مصروف او ورسره کیدونکو نويو لوبو څخه يې ناخبره وساتي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

خوشال‌ بابا له هغه وخته د افغاني ملت پالنې له مفکرینو څخه و، چې پاکستان او د سیمې ډېر نور هېوادونه نه وو زيږيدلي.

د پښتنو د تورې او قلم دغه لوی سړي په ۱۶مه ميلادي پيړۍ کې ژوند او د ګڼو فرهنګي کارونو تر څنګ د مغولي استعمار خلاف لویې مبارزې کړي دي.

د‌ یادونې وړ ده، چې د مجسمې د ماتيدو په سیمه نوښار کې زيږيدلی او ډېره موده ژوند کړی دی.

2 COMMENTS

  1. ښه، که دا مجسمه دیخوا وای محفوظه به وای؟ کنه کلونه مخکی به دکندهار زابل روزګان پکتیا پکتیکا غزني ننګرهار کونړ…یوه ګړنګن خیرن سپږن بوین وحشي پښتون به زیړه بوشکه ترې لاندې کړې وه …
    آی ایس آم مه ملامتوئ…وحشي قوم پيزنم..

    خوشال بابا! نیکبخته یې، ښه ده چې اوس نه یې…

  2. د پورته لیکنی د پای لخوا په دوهمه کرښه کی د ” خوشحال خان ” نوم له قلم څخه لوېدلئ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب