شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهغزني کې ۲ تنه ايران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

غزني کې ۲ تنه ايران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) خبري سرچينو په غزني کې د طالبانو له لوري ايران د جاسوسۍ په تور د ۲ تنو د نيولو خبر ورکړی.

نیول شوي کسان، چې پلار او زوی او د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي ښودل شوي، تورن دي چې د ایران استخباراتو سره یې د کیمیاوي توکيو په پېرلو کې مرسته کوله.

 ‏ ‏

ويل شوي، چې نيول شويو کسانو د کالیفرنیوم په نوم ‌توکي پېرل.

دغه کیماوي توکي په اټومي انرژۍ کې استعماليږي.

سرچينې وايي، چې نیول شویو کسانو يو ګرام یاد شوي توکي په څه باندې ۲ زره ډالرو اخيستل او پر ایراني استخباراتو یې په ۳ زره ډالرو پلورل.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکې په کابل کې د ایران له لوري د یوه تمویلیدونکي فرهنګي مرکز مشر هم ایران ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی و، چې برخليک یې لا نه دی معلوم او طالبانو یې نور جزییات له خلکو پټ ساتلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب