شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونه۷ سترو صنعتي هېوادونو په افغانستان کې د حجاب په نوم قیوداتو...

۷ سترو صنعتي هېوادونو په افغانستان کې د حجاب په نوم قیوداتو سره مخالفت وښود

تاند:( جمعه، د ثور در ويشتمه) ‏ ‏د طالبانو له لوري د حجاب په نوم پر افغان ښځو د قيوداتو له وضع کيدو سره په نړیواله کچه مخالفتونه لا هم دوام لري.

په دې لړ کې پرون د اوو سترو صنعتي هیوادونو یا جي ۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اعلامیه خپره کړه.

دغو هیوادونو د طالبانو له لوري د ښځو د حقونو پر سرغړونو او پر ښځو د پر له پسې بندیزونو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره او وويل: «موږ د اوو سترو صنعتي هیوادونو کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د باندنیو چارو وزیران او د اروپايي اتحادیې لوی استازی په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ازادیو او حقونو د زیاتېدونکو محدودیتونو له لګېدو سره د کلک مخالفت ترڅنګ خواشیني څرګندوو.»

په اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې دوی له نړیوال قانون سره سم د افغانستان د مسوولیتونو او د طالبانو د ژمنو مطابق ټولو افغانانو ته د مساوي حقونو په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د دوی په غوښتنه کې ولاړ دي.

جي ۷ هیوادونو دا اعلامیه وروسته له دې خپره کړه چې طالبانو نجونو ته د زده کړو په برخه کې خپله ژمنه عملي نه کړه، د ښځو د کار مخنیوي ته یې دوام ورکړ او د حجاب په نوم یې نور بندیزونه پرې ولګول.

د ډېرو نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په شان، د ۷ سترو صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په خپله اعلامیه کې د طالبانو له لوري دا بندیزونه غندلي او ویلي، دوی د زیاتیدونکو محدودیتونو مخالفت کوي او هغه د ټولنې د نیمايي نفوس د وړتیاوو د محدودولو لور ته ګام بولي.

يادو وزیرانو ویلي چې طالبان په دې ډول اقداماتو په نړیواله ټولنه کې په خپله ځان نور هم منزوي کوي.

 د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد پرون وویل چې د حجاب په اړه د قیوداتو په برخه کې د چا فشار نه مني ځکه چې د ده په وینا دا د افغانانو د عقیدې او باور خبره ده.

مخکې امريکا متحده ايالاتو د یادو قیوداتو د نه لغوه کیدو په صورت کې پر طالبانو د خپلو متحدينو په ملتيا د بندیزونو د لګولو خبرداری ورکړی و.

د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ هغه فرمان اعلان کړ چې د ښځو حجاب جبري کوي او ښځو ته له اړتیا پرته له کوره د وتلو اجازه نه ورکول کېږي.

طالبانو په دې فرمان کې چادري د حجاب غوره بڼه وګڼله او خبرداری یې ورکړ، چې د دوی په باور د « بې حجابه» ښځو د کورنۍ سرپرستان به درې ورځې بنديان او حتا کیدای شي محاکمه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب